Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې دوه‌نيم ټنه تاريخ‌تېر خوراکي او غيرخوراکي توکي وسوځول شول

قلعه‌نو (پژواک، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۴): د بادغيس د عامې روغتيا رياست اعلان کړی چې د دغه ولايت په مرکز قلعه‌نو ښار کې دوه‌نيم ټنه تاريخ‌تېر خوراکي او غيرخوراکي توکي وسوځول شول.

د عامې روغتيا رياست د څارنې او ارزونې امر مولوي خالق‌داد حقمل وايي چې په يادو توکو کې يونيم ټن خوراکي توکي او يو ټن درمل او غيرخوراکي توکي شامل وو چې د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي وو.

نوموړي زياته کړه چې دغه توکي له طبي معاينې او د اړوند کمېسيون له تاييد وروسته په رسمي توګه وسوځول شول څو له بيا کارونې مخه یې ونیول شي.

حقمل ټينګار وکړ چې د درملتونونو، دوکانونو او د خوراکي توکو د خرڅلاو مرکزونو څارنه د ولايت په مرکز او ولسواليو کې زياته شوې ده څو د تاريخ‌تېرو توکو د خرڅلاو مخه ونيول شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.