منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان ویلچر بسکټبال لوبډله د ۲۰۲۶ کال له پارالمپیک سیالیو بهر شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان ویلچر بسکیټبال ملي لوبډله ​​په جاپان کې د ۲۰۲۶ کال پارالمپیک سهمیې اخیستو سیالیو له دوامه وایستل شوه.

د افغانستان د ویلچر بسکیټبال ملي لوبډله نن (جمعه) په دغو سیالیو کې د فیلیپین پر وړاندې ۵۲-۴۲ ماتې وخوړه.

د هېواد ملي لوبډله په جاپان کې د ۲۰۲۶ کال د لوبو له سهمیې بهر شوه.

د یادونې ده چې دا سیالۍ د تایلینډ په کوربه‌توب جوړې شوې وې.

د افغانستان د ویلچر بسکیټبال لوبډلې ​​په دې سیالۍ کې پنځه لوبې وکړې چې دوه یې د نیوزیلینډ او هند پر وړاندې وګټلې او درې یې د عراق، کویټ او فیلیپین ته وبایللې.