Language

قطر د اسرائیل او لبنان ترمنځ د ۱۰ ورځني اوربند هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): د قطر دولت د اسرائیل او لبنان ترمنځ د ۱۰ ورځني اوربند له اعلانه هرکلی کړی او هغه یې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمېدو پر لور یو ګام بللی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هېواد د اوربند د بشپړ او فوري رعایت پر اړتیا ټینګار کوي، څو سوله وساتل شي او سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیول شي.

دغه وزارت همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د منځګړیتوب رول او هڅې ستایلې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې دا هوکړه به په سیمه کې د تلپاتې، عادلانه او هر اړخیزې سولې لپاره د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو ملاتړ وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي وو چې اسرائیل او لبنان د ۱۰ ورځني اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. هغه زياته کړې وه چې دا هوکړه د دواړو لورو د استازو ترمنځ په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال شوې ده.