کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۵): د کولمبیا ځايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د پانامریکن پر لویه لار د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۳۸ ډېر ټپیان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د کاؤکا سیمې والي اوکتاویو ګوزمان ویلي چې دغه چاودنه د شنبې په ورځ د کاخیبیو ښار اړوند «ال تونل» سیمه کې شوې ده.
ګوزمان پرته له دې چې ډېر جزییات ورکړي، دا پېښه یې د «ملکي وګړو پر وړاندې بېهدفه برید» بللې او له حکومته یې غوښتي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر وړاندې جدي او دوامدار اقدامات وکړي.
په همدې حال کې، د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو هم دا پېښه په کلکه غندلې ده.
په راپور کې دا هم راغلي چې په تېرو دوو ورځو کې د کولمبیا په سوېل لوېدیځ کې لږ تر لږه ۲۶ امنیتي پېښې ثبت شوې دي چې په ډېرو کې یې ملکي وګړي په نښه شوي دي.