کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کونړ کې پر ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو غبرګون کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی.
د پاکستان پوځي رژیم پرون (دوشنبه) له غرمې وروسته د کونړ د مرکز او د مرورې، دانګام او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو بریدونه وکړل چې له امله یې اووه ملکي وګړي شهیدان او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۵ نور ټپیان شول. په ټپیانو کې دېرش کسان د سید جمالالدین افغان پوهنتون محصلین هم وو.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت نن په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د کونړ مرکز کې پر پوهنتون سربېره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د ترسره شوو بریدونو په تړاو یې خپل احتجاجلیک ورته وسپاره.
خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه پر کلکو ټکو غندي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض، د نړۍوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل یې بولي.
سرچینه زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لوري رامنځته شوی، پر کلکو ټکو ردوي او څرګندوي چې د وضعیت ریښې باید په دقت وڅېړل شي.»
د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ بولي او له پاکستاني لوري غواړي چې له ورته کړنو ډډه وکړي او وریادوي چې د ورته بېمسوولیته کړنو دوام به ناوړه عواقب ولري.