منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۶ غ.و
۱۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د پاورلیفټینګ ملي لوبډله بلاروس ته ولاړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د پاورلیفټینګ ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه بلاروس ته ولاړه.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د پاورلیفټنګ اووه‌کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن بلاروس ته ولاړه.

سرچینه زیاتوي، په یاده لوبډله کې شپږ ورزشکاران او یو روزونکی شامل دي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ځوانانو، ماسټرانو او اوپن کټګوریو کې ترسره کېږي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو پکې ورزشکاران برخه لري.

دغه‌راز، یادې سیالۍ به د مې میاشتې په شپږمه پیل او د همدې میاشتې تر لسمې به دوام ولري.