ژبه

سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې؛ بریدګر وژل شوی او یو ملکي وګړی ټپي دی

توسط احمد صهیب حسرت

مې 24, 2026 - 9:08 am

Views: 13

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې شوې چې په پایله کې یې یو وسله‌وال کس وژل شوی او یو ملکي وګړی ټپي دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه د شنبې ورځې (د مې ۲۳مه) ماښام په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه امنیتي پوسته کې شوې ده.

د امریکايي چارواکو په خبره، بریدګر پر ځايي وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې سیمې ته ورنږدې شوی، له خپل بکسه یې وسله را ایستلې او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کړې دي.

د امریکا د پټو خدمتونو ادارې ویلي چې ځواکونو د دغه برید په غبرګون کې پر بریدګر ډزې وکړې؛ نوموړی روغتون ته له لېږد وروسته مړ شو.

د راپور له مخې، د ډزو د تبادلې پر مهال یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، خو لا څرګنده نه ده چې نوموړی د بریدګر په مرمۍ او که د امنیتي ځواکونو به ډزو ټپي شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د پېښې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې و، خو زیان نه دی ور رسېدلی. له پېښې وروسته سپینه ماڼۍ د لنډ وخت لپاره تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې راغله.

امریکايي چارواکو ویلي چې د بریدګر د هویت او انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.