منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:09 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

هند کې په یوه ښوونیز مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي

· 1 دقیقه لوستل · 110 کتنې

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د هند د اترپردېش ایالت د مرکز لکنهو ښار په یوه ښوونیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه د دوشنبې په ورځ په یوه درې‌پوړیزه سوداګریزه ودانۍ کې رامنځته شوې چې پکې کتابتون، د زده‌کوونکو لپاره د انیمېشن د زده‌کړو سټوډیو او د حیواناتو یو کلینیک فعالیت درلود.

د چارواکو په خبره، ډېری قربانیان زده‌کوونکي دي.

د اترپردېش ایالت د لومړي وزیر مرستیال براش پاتاک ویلي: «په دې پېښه کې ۱۴ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.» هغه زیاته کړې چې څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی خو ځایي چارواکو ویلي، اور د ودانۍ له منځني پوړه پیل شوی و او د لوګي ګڼوالي د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې.