ژبه

کرکټ؛ افغان ایلېون لوبډله د اوزبېکستان له ملي لوبډلې سره شل‌اوریزه دوستانه لوبه کوي

هجرت‌الله کاکړ

۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۴

Views: ۲

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغان ایلېون او د اوزبېکستان ملي لوبډلو ترمنځ د چنګاښ په ۱۹مه په خوست کې یوه شل‌اوریزه دوستانه لوبه ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن د یوې خبرپاڼې خپرولو ویلي چې کرکټ بورډ د اوزبېکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه‌توب کوي.

سرچینه زیاتوي، د افغان ایلېون او د اوزبېکستان ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه شل‌اوریزه لوبه د چنګاښ په ۱۹مه (د جولای لسمه) د خوست ولایت د رحمت‌ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، یاده لوبه د افغانستان کرکټ بورډ او د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا او ملاتړ د تړون له مخې ترسره کېږي چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی و.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغان ایلېون لوبډلې نوملړ له ټاکل کېدو وروسته به په رسمي توګه اعلان شي.