کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بلجیم نیوزلینډ ته ماته ورکړه ، مصر او ایران لوبه مساوي کړه.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام نن سهار د بلجیم او نیوزلینډ، د مصر او ایران لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
په دې سیالیو کې نن سهار د بلجیم او نیوزلینډ لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې ۵ پر ۱ بلجیم وګټله.
د بلجیم لوبډلې لپاره لیاندرو ټروسارډ د لوبې په ۲۸مه دقیقه کې لومړی ګول او په ۵۰مه دقیقه کې دویم ګول وواهه.
دغهراز، د بلجیم لوبډلې لپاره بیا درېیم ګول په ۶۶مه دقیقه کې کېوین ډي بروینه ترلاسه کړ، رومېلو لوکاکو په ۸۶مه دقیقه کې څلورم ګول وواهه او الکسیس سالیماکرز په ۹۰+۴ دقیقه کې یعنې د اضافي وخت په څلورمه دقیقه کې پنځم ګول ترلاسه کړ.
همدارنګه د نیوزلینډ لپاره یوازېنې ګول الیجا جسټ وواهه.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د ایران او مصر لوبډلو ترمنځ ترسره وه چې ۱ – ۱ مساوي پای ته ورسېده.
دغهراز د مصر لوبډلې لپاره یوازېنې ګول محمود صابر د لوبې په ۵مه دقیقه کې وواهه.
د ایران لوبډلې په ګټه بیا یوازېنې ګول رامین رضاییان د لوبې په ۱۴مه دقیقه کې وکړ.