ژبه

د وینزویلا د وروستیو زلزلو د قربانیانو شمېر ۲۶۴۵ کسانو ته ورسېد

احمد صهیب حسرت

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۵

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د وینزویلا چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د وروستیو دوو زورورو زلزلو د قربانیانو شمېر ۲۶۴۵ کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې زرګونه نور کسان ټپیان او یا هم بې‌کوره شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د وینزویلا د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، په دغو دوو زلزلو کې له ۱۲ زرو ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۵ زره نورو خپلې مېنې له لاسه ورکړې دي.

یادې دوه زلزلې د جون په ۲۴مه د وینزویلا په لوېدیځ کې، د کاراکاس ښار شاوخوا ۱۶۰ کیلومترۍ کې، وشوې. لومړۍ زلزله د ریښتر په کچه ۷.۲ وه او ورپسې له یوې دقیقې هم په کمه موده کې د ۷.۵ درجې په ځواک دویمه زلزله وشوه. د دغو زلزلو له امله لسګونه ودانۍ ونړېدې، یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې شول او بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه واوښتل.

د دغو زلزلو له رامنځته کېدو وروسته، د وینزویلا حکومت بېړنی حالت اعلان کړ او د ژغورنې او بیارغونې د چارو د ملاتړ لپاره یې له نړۍوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

د لټون، ژغورنې او د کنډوالو پاکولو عملیات لا هم په زیانمنو سیمو کې روان دي او چارواکو خبرداری ورکړی چې د پلټنو له دوام سره ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.