منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ درې‌‌اړخیز دهلېز جوړېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۹۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ د درې‌اړخیز دهلېز پر جوړېدو هوکړه شوې او ښایي د یادو هېوادونو توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ټرانزیټ او ولېږدول شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ځمکني ترانسپورټ قوانینو او معاهداتو رییس یارمحمد رمضان د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ په درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.

سرچینه زیاتوي، یاده غونډه چې د ایران په مشهد ښار کې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه او د ځمکني ترانسپورټ برخه کې د همکاریو پراختیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه پکې خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي، په دې غونډه کې هوکړه وشوه څو د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ درې‌اړخیز دهلېز رامنځته شي او د دې هوکړې له مخې، ښايي د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ترانزیټ او ولېږدول شي.