ژبه

په ناروې کې اورلګېدنې تر سلو ډېر کورونه ویجاړ کړي

احمد صهیب حسرت

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۵

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ناروې د ژغورنې ادارې مسوولین وایي، د دغه هېواد په سوېل کې د پراخې اورلګېدنې له امله تر سلو ډېر کورونه ویجاړ شوي او سلګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه د جمعې په ورځ د ناروې پلازمېنې اوسلو لوېدیځ ته شاوخوا ۵۰ کیلومتره لرې، درامن ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، تېزو بادونو د اور مهارولو عملیات له ستونزو سره مخ کړي وو، خو تر اوسه د ځاني زیان یا د چا د نادرکه کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

سرچینې لیکلي چې تر ۶۰ ډېرو اوروژونکو د اور مړ کولو په عملیاتو کې برخه اخیستې او چورلکې هم پر لمبو د اوبو شیندلو لپاره سیمې ته استول شوې وې.

رویټرز لیکلي چې پولیسو سلګونه کسان له استوګنیزې سیمې ایستلي او اور شاوخوا ځنګلونو ته هم سرایت کړی و.