کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): امریکايي ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سیاتل ښار په مرکزي برخه کې د «بایټ اف سیاټل» په نوم د خوړو یوه جشنواره کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز د سیاټل ښار د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه ډزې د یکشنبې په ماښام د «سیاټل سنټر» سیمه کې شوې او څو کسان په ډزو ویشتل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې پولیسو پر اېکسپاڼه یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتلو ډډه وکړي او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
تر اوسه چارواکو د دغو ډزو انګېزه او د بریدګر یا بریدګرو هویت نه دی اعلان کړی.