ژبه

په بلخ ولایت کې «د مایار مېنې ښارګوټي» په نوم کابو ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

احمد صهیب حسرت

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، په بلخ ولایت کې د «مایار مېنې ښارګوټي» په نوم شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر بنسټ امارتي تثبیت شوې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې په قلعه‌حجري سیمه کې موقعیت لري.

سرچینه زیاتوي جې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر دې وړاندې د دې ځمکې موضوع څېړلې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه په رسمي ډول د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې څېړنې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۳۰۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

سرچینه لیکي چې د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې څېړنې څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.