کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د کور او ښارجوړولو وزارت وایي چې په کونړ کې د کډوالو لپاره د دویم ښارګوټي تفصلي پلان بشپړ او د ځمکې نومرو د وېش لړۍ یې پیل شوه.
د کور او ښارجوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل کړه.
سرچینه زیاتوي، د پشد ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښارجوړولو وزارت تر تخنیکي څارنې لاندې بشپړ شوی چې د استوګنې ساحو ترڅنګ پکې د سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، دیني مدرسو، تفریحي ساحو او نورو عامه خدمتونو لپاره لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
یاد وزارت ویلي چې په یاد ښارګوټي کې ټولې ۷۶۳ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې چې راستنېدونکو کډوالو ته به ووېشل شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مخکې د خاص کونړ ښارګوټي کې هم ۵۹۰ راستنو شوو کورنیو ته د استوګنې نومرې وېشل شوې دي.