کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو اړوندو برخو کې همکارۍ لا پراخې او پیاوړې کړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخالحدیث عبدالرحمن قانت پرون یکشنبه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو، کاني زېرمو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
سرچینې لیکلي، قانت په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ګډ کار په برخه کې د هر ډول لازمې همکارۍ ژمنه کړې ده.