ژبه

د کابل بګرامیو کې د ۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون جوړېدو چارې پیل شوې

هجرت‌الله کاکړ

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۴

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په قلعه احمدخان سیمه کې د څه باندې ۷۱.۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه روغتون د هند په مالي ملاتړ پر پنځه جریب ځمکه جوړېږي او د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

سرچینې زیاته کړې ده، روغتون به معیاري انتظارخونه، جومات، پولی‌کلینیک او د موټرو تمځای ولري او د داخلې، جراحۍ، نسایي ولادي، ماشومانو، غوږ، پزې او ستوني (ENT)، سترګو، غاښونو، بېړنۍ، جدي پاملرنې (ICU) او بهرنیو ناروغانو (OPD) څانګې به پکې فعالې وي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یاد روغتون جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد ټولو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، په هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا زیاته ده، د روغتیايي مرکزونو جوړولو او پراختیا هڅې روانې دي او د بګرامیو په قلعه احمدخان سیمه کې د دغه روغتون جوړېدل یې ښه بېلګه ده.

جلالي ویلي چې یاد روغتون به په معیاري ډول جوړ او د بېلابېلو تخصصي څانګو ترڅنګ به مسلکي او متخصص روغتیايي کارکوونکي ولري.

د نوموړي په وینا، د روغتون په جوړېدو سره به د بګرامیو او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه پراخه شي، ناروغان به د درملنې لپاره له سیمې بهر د تګ له اړتیا تر ډېره خلاص شي او په دې برخه کې به یې ګڼې ستونزې هوارې شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو ټولیز لګښت ۷۱ میلیونه، ۳۲۴ زره او ۳۱۶ افغانۍ دی.