ژبه

د کندهار د دامان ولسوالۍ په ترمینل کې د هټیو او تأسیساتو جوړولو پروژه پیل شوه

سهراب سروری

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۳

Views: ۱

کندهار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د نساجۍ سیمې په مسافر وړونکي ترمینل کې د څه باندې ۲۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۲۵۰ هټۍ او یو شمېر نور تاسیسات جوړيږي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چط دغه پروژه د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د کندهار د یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو او ځینو ملي سوداګرو په حضور کې پیل شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په چوکاټ کې به ۲۵۰ دوکانونه، دوه د تېلو ټانکونه، دوه رستورانتونه، یو د موټر مینځلو ځای او څه باندې ۵۰ عصري سوداګریز دفترونه جوړ شي.

د وزارت په وینا، یاده پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په ۱۶ میاشتو کې پلې کېږي او په چوکاټ کې به یې مسافرو ته ټول اړین اسانتیاوې برابرې شي.

وزارت ترانسپورت و هوانوردی تصریح کرده که با آغاز کار این پروژه، برای بیش از یک‌ هزار تن به ‌گونۀ مستقیم و غیرمستقیم زمینۀ کار فراهم شده‌است.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، د دې پروژې د کار په پیل سره څه باندې زرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.