منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۲ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۴۰۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۰۹ افغان کډوال ازاد او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۰۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

سرچینې لیکلي چې له دې ډلې ۲۹ کسان د سپین‌بولدک او۳۸۰ نور د تورخم لارو راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د لېږد امریتونو کې ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.