سږ کال هرات کې د غنمو حاصلات ۶۰ سلنه ډېر شوي
د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت له للمي او اوبو ځمکو څخه ۵۹۰ زره مټریک ټنه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي دي. د دغه ولايت د…
د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت له للمي او اوبو ځمکو څخه ۵۹۰ زره مټریک ټنه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي دي. د دغه ولايت د…
په کابل ښار کې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه رالوېدلې، د هندۍ بورې بیه لوړه شوې، خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي. په…
کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د ډبرو سکرو د وېش بهیر د پيل اعلان وکړ.
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره لړم میاشت کې د رېلپټلۍ له لارې نږدې ۵۰۰ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۲ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي…
جرمني وایي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، ۹۰ میلیون یورو نوره بشري مرسته کوي چې د خوړو نړۍول پروګرام او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لارې اجرا کېږي. په دوحه کې د…
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د کورنيو بېځایه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)…
د افغانستان بانک وايي، د ملګرو ملتونو سازمان استازي په افغانستان کې د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې له دغه بانک سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت اجرائیوي مرستیال د ریاستالوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي چې د عینک له سيمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کان کيندنې چارې پيل کړي.
نړۍوال بانک په یوه تازه سروې کې ویلي چې په افغانستان کې اوس هم د ژوند شرایط سخت دي او دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي. نړۍوال…
په کابل کې د افغانستان د سوداګرو او پانګهوالو ټولنې له لوري له صنعت او سوداګرۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سره په همغږۍ، «د افغانستان د اقتصادي بهیر پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې د کورنيو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.
د افغانستان بانک وایي، سبا ۱۷ میلیون ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر اوسه له سمنګان څخه کابل ته د ډبرو سکرو نږدې ۳۰۰ موټرونه را رسېدلي او په کابل کې یې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د ډبرو سکرو او سون لرګيو بيې لوړې شوې دي او دوى یې د پېرلو توان نه لري.
د ننګرهار ولايت يو شمېر کلالان (د خټينو لوښو جوړوونکي) وايي، په دې وروستيو کې يې په کور دننه بازار ښه شوی، خو غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی توليداتو لپاره بهر ته د لېږد زمينه برابره کړي.
د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورډ خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي، څو ګټه ترې واخیستل شي.
په هرات ولایت کې د ښيښېجوړونې صنعت چې لرغونی تاریخ لري، د پلور بازار بېرته غوړېدلی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا کچه په تولیدي دستګاه کې د تخنیکي ستونزو له امله له ۴۳۰ څخه ۲۰۰ ميګاواټو ته راکښته شوې ده.
د کابل ښار په یوه واټ کې بولانيپخوونکې مېرمن چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي وايي، د ورځې ۱۵۰ بولاني پلوري.
د سپین بولدک – چمن ترمنځ لار یوه اونۍ کېږي چې تړل شوې خو چارواکي وایي، سر له سبا دوشنبې څخه به دغه لار د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ په عادي ډول خلاصه شي.…
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک مسو پروژې له قراردادي چینایي شرکته غوښتي چې خپل ټول مسوولیتونه او مکلفیتونه ترسره کړي. دغه وزارت د لړم په ۲۸مه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د…
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د ګنیو شاوخوا ۷۵زره ټنه حاصل ترلاسه شوی چې شاوخوا اته زره ټنه ګوړه به ترې تولید شي.
د سپین بولدک- چمن لار له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ بنده ده او لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د لارې بېرته پرانیستلو په اړه یوې هوکړې…
نن د تېرو اووه ورځو په پرتله په کابل ښار کې، د قزاقي اوړو، ډیزل او پټرول تېلو بیې څه باندې دوه سلنه لوېدلې، خو د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د افغانستان مرکزي بانک سبا (د لړم ۲۹مه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.