ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کلالان: حکومت دې زموږ توليداتو ته په بهر کې بازار پيدا کړي

د ننګرهار کلالان: حکومت دې زموږ توليداتو ته په بهر کې بازار پيدا کړي

author avatar
22 Nov 2022 - 11:09
د ننګرهار کلالان: حکومت دې زموږ توليداتو ته په بهر کې بازار پيدا کړي
author avatar
22 Nov 2022 - 11:09

جلال‌اباد (پژواک، ۱ ليندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت يو شمېر کلالان (د خټينو لوښو جوړوونکي) وايي، په دې وروستيو کې يې په کور دننه بازار ښه شوی، خو غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی توليداتو لپاره بهر ته د لېږد زمينه برابره کړي.

پلورونکي یې وایي، په هېواد کې د دغو توکو پېرېدونکي ډېر شوي او ډېری خلک په دې وروستیو کې ترې کار اخلي.

کلالان وايي، د خټینو لوښو په استعمال سره د اقتصادي ودې ترڅنګ، فرهنګي او لرغوني میراثونه هم خوندي ساتل کېږي.

فواد خان چې د کونړ – جلال‌اباد پر لویه لار د خټینو لوښو هټۍ لري، پژواک ته وويل، ډېری دا توکي ختيځو ولایتونو ته راغلي سیلانیان پېري او د ډالۍ په نوم یې کورونو ته وړي.

دی وایي: «په دې وروستیو کلونو کې د خټینو لوښو مینه‌وال زیات شوي، هره ورځ ډېر توکي پلورل کېږي، ډېری یې له نورو ولایتونو سیلانیان پېري او د تحفې په بڼه یې له ځان سره وړي.»

د کلالانو په وینا، اوسمهال د لوښو بڼه یو څه بدله شوې، خو د هېواد په ډېرو برخو کې دغه لوښي له پخوا راهیسې په کورونو کې کارول کېږي.

٦٠ کلن شیرین اغا چې ۴۰ کاله کېږي خټين لوښي جوړوي، پژواک ته وويل چې له خټو هر ډول لوښي جوړولاى شي.

هغه زیاته کړه: «خوشحاله یم چې له دې لارې په اوس وخت کې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم. سخت کار دی، خو دومره ده چې سهار خپل کار او ماښام خپل کور ته ځم.»

پر یادې چارې بوخت خلک وايي، که څه هم په کور دننه بازار ښه شوی خو حکومت نه غواړي چې نړۍوال مارکېټ ورته پيدا کړي.

شکرالله چې له کلونو راهیسې د دې برخې کارګر دی وایي، ډېر هغه افغانان چې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت دي او هېواد ته د چکر لپاره راځي، له ځان سره دغه توکي وړي او هيله‌مندي شته که حکومت زمينه برابره کړي نو په بهرنيو هېوادونو کې به دا خټين لوښي ښه بازار ولري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، نه يوازې دا چې د خټينو لوښو توليد يوه سوداګريزه بڼه لري، بلکې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره مهم دى.

د دغې ادارې د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي چې د سوداګرۍ وزارت له لارې د خټينو لوښو لپاره بهرنی بازار پيدا کړي.

کلالي په افغانستان کې د زرګونه کاله لرغونتوب په لرلو سره، د منډيګک له تاريخي دورې پيل او تر اوسه ادامه لري.

Visits: 186

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.