ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلاور: قراردادي شرکت دې د عينک مسو کان عملي چارې پيل کړي

دلاور: قراردادي شرکت دې د عينک مسو کان عملي چارې پيل کړي

author avatar
20 Nov 2022 - 16:28
دلاور: قراردادي شرکت دې د عينک مسو کان عملي چارې پيل کړي
author avatar
20 Nov 2022 - 16:28

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک مسو پروژې له قراردادي چینایي شرکته غوښتي چې خپل ټول مسوولیتونه او مکلفیتونه ترسره کړي.

دغه وزارت د لړم په ۲۸مه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب‌الدین دلاور د عینک مسو پروژې «MCC» چینایي قراردادي شرکت له اجراییوي رییس اوومین سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په ټويټ کې راغلي چې په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست د «اېم‌سي‌سي» چینایي شرکت له اجرائیوي مرستیال سره د عینک مسو کان له ساحې د لرغونو اثارو د انتقال، د شته ننګونو د حل او قراردادونو په اړه خبرې کړي.

سرچېنې لیکلي چې په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر وويل: «اېم‌سي‌سي شرکت باید د قرارداد له مخې خپل ټول مسوولیتونه او مکلفیتونه ترسره کړي او د یادې پروژې عملي کار د پیل په اړه یې ټینګار وکړ.»

دغه راز په ياده ليدنه کې د قراردادي شرکت اجرائیوي مرستیال اوومین ويلي چې د عینک له سیمې د لرغونو اثارو له بشپړ انتقال وروسته به په دغه ځای کې خپلې ساختماني چارې پیل کړي.

د راپورونو له مخې، په لوګر کې د عینک مسو کان – چې د څه باندې ۱۱ میلیون ټنه مسو د شتون اټکل په‌کې شوی، د استخراج تړون د ۳۰ کلونو لپاره په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له چینايي کمپنۍ سره شوى دى.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.