ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ګاڼۍ‌لرونکي: د ګوړې توليد مو ډېر شوی خو پاکستانۍ ګوړې بازار خراب کړی

ننګرهار کې ګاڼۍ‌لرونکي: د ګوړې توليد مو ډېر شوی خو پاکستانۍ ګوړې بازار خراب کړی

author avatar
20 Nov 2022 - 15:58
ننګرهار کې ګاڼۍ‌لرونکي: د ګوړې توليد مو ډېر شوی خو پاکستانۍ ګوړې بازار خراب کړی
author avatar
20 Nov 2022 - 15:58

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د ګنیو شاوخوا ۷۵زره ټنه حاصل ترلاسه شوی چې شاوخوا اته زره ټنه ګوړه به ترې تولید شي.

د دغه ولايت بهسود، سره‌رود، کامه، کوز کونړ او بټي‌کوټ هغه ولسوالۍ دي چې کروندګر يې د نورو کرکيلو ترڅنګ، ګني هم کري او دغه چاره په کې ورځ تر بلې د غوړېدو په حال کې ده.

د کامې ولسوالۍ د يوې ګاڼۍ مسوول نجيب‌الله پژواک اژانس ته وويل، په هرو ٢۴ ساعتونو کې يې د توليد کچه ۱۰۰ منه (۷۰۰ کيلوګرامه) ده او لږ تر لږه ۳۰ کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

دی زياتوي چې د نورو کلونو په پرتله، په ننګرهار کې د ګنیو او ګوړې حاصلات او توليدات ډېر شوي، خو پاکستانۍ بې‌کيفيته ګوړې د دوی بازار خراب کړی دی.

هغه وايي: «زموږ غوښتنه له دولت دا ده چې بهرنۍ ګوړې بندې کړي؛ ځکه چې داخل په افغانستان کې د ګوړې توليد شته، دا د افغانستان بس کېږي. موږ او دهقانان کال صبر کوو چې سيزن راشي، ګني ورسېږي او ګوړه توليد شي، خو بازار کې د پاکستانۍ بې‌کيفيته ګوړې له لاسه مو ښه ورځ نه شته.»

په ګاڼيو کې پر کار بوخت کاريګر هم وايي، خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمينه برابره شوې او وطنۍ ګوړه توليدوي.

د دوی له ډلې سيد احمد وايي: «هغه د چا خبره د کور ګټه د لاهور ګټه ده، په خپل وطن کې راته د کار زمينه برابره شوې، دا څو مياشتې اوزګار وم، نو که بازارونه يې ښه شي موږ ته هم ګټه ډېره په لاس راځي.»

د ننګرهار د کرنې رياست د کرنې امر نعمت‌الله اکبري پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د ګنيو په حاصلاتو کې شاوخوا ۱۷ زره ټنه ډېروالى راغلی دی.

دی وايي: «تېر کال د ننګرهار په ۱۲۶۰ هکټاره ځمکه باندې د ګنیو فصل کرل شوی و چې ۵۷زره او ۳۳۰ ټنه حاصل يې ورکړی و او سږ کال په ۱۶۵۰ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې يې ۷۵زره او ۷۵ ټنه حاصل ورکړی دی.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې له ګنيو څخه د ګوړې توليد شاوخوا ۷۰ ګاڼۍ (فابريکې) موجودې دي چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

دی وايي، له هر ټن ګنیو څخه ۱۱۰ کيلوګرامه ګوړه توليدېږي چې د ګنيو حاصلاتو ته په کتو به سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۸زره ټنه ګوړه توليد شي.

دی وايي، د کرنې ریاست هڅې پيل کړې دي چې د کورنيو کرنيزو توليداتو او حاصلاتو د بازار ښه کېدو په موخه بهر ته د توليداتو او حاصلاتو د لېږد زمينه برابره کړي.

د کرنې متخصصین وايي، پر ننګرهار سربېره ختيځ ولايتونه د ګنيو د کښت لپاره مناسبه هوا او ځمکه لري.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عتيق‌الله عبيدياني پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت کروندګر له پخوا د ګنيو له کښت سره بلدتيا لري، خو اوس يوازې دې ته اړتيا ده چې حکومت د ښو ګنيو د توليد په برخه کې هغوی سره کار وکړي.

د یادونې ده، په ننګرهار د ګنيو ترڅنګ په دې وروستيو کې په لوړه کچه مالټې هم توليديږي.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.