منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.و
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د «افغان ټرانس» رېل‌پټلۍ پروژې چارو سمبالښت لپاره په تاشکند کې دفتر پرانیستل شو

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو مخ ته وړو په موخه تاشکند کې دفتر پرانیستل شو او په پام کې ده چې د همدې پروژې لپاره په کابل او اسلام‌اباد کې هم دفترونه پرانیستل شي.

ملا برادر: ژر به په کور دننه تولیدېدونکې کافي برېښنا څښتنان و اوسو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، افغانان به ژر په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسي او اسلامي امارت د ټولو صنعتګرو ترڅنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسؤولیت ګڼي.

غړي

ملګرو ملتونو له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت، روږدو ټولولو او درملنې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده

د نشه‌يي توکو او جرمونو برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت، د روږدو درملنې او هغوی ته د حرفوي زده‌کړو او کارموندنې په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

غړي

ازبکستان ته د افغان پلاوي سفر؛ د افغان ټرانس رېل‌پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو د پیل په اړه خبرې کېږي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست په مشرۍ یو پلاوی له ازبکستان او پاکستان سره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو په اړه د خبرو د پیل په موخه ازبکستان ته تللی دی.

غړي

د غزني ښاروال: تېر کال مو نږدې ۱۶۳ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي

د غزني ښاروالۍ ریاست وایي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې نږدې ۱۶۳ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۹۸ سلنه زیاتوالی ښیي؛ خو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې دغه اداره دې خپل کلني عواید د ښار په اساسي برخو کې ولګوي.

غړي

افغانستان بانک د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش له ادارې سره د همکارۍ هوکړه وکړه

د افغانستان بانک د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش له ادارې سره د اسلامي بانکوالۍ او تمویل اړوندو موضوعاتو، ظرفیت لوړولو، روزنیزو پروګرامونو او پوهاوي په برخو کې د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.

نور راپورونه