ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: ژر به په کور دننه تولیدېدونکې کافي برېښنا څښتنان و اوسو

ملا برادر: ژر به په کور دننه تولیدېدونکې کافي برېښنا څښتنان و اوسو

author avatar
11 May 2023 - 14:48
ملا برادر: ژر به په کور دننه تولیدېدونکې کافي برېښنا څښتنان و اوسو
author avatar
11 May 2023 - 14:48

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، افغانان به ژر په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسي او اسلامي امارت د ټولو صنعتګرو ترڅنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسؤولیت ګڼي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه څرګندونې نن «د کابل نړۍوال نندارتون» په پرانیست‌غونډه کې وکړې.

یاد نندارتون نن (پنج‌شنبه) کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګه‌والو ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ اړیکو جوړولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو ورپېژندلو په موخه کابل کې پرانیستل شو چې پنځه ورځې به دوام کوي.

ملا عبدالغني برادر د یاد نندارتون په پرانیست‌غونډه کې وویل چې صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري.

هغه وویل، یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولای شي چې قوي صنعت ولري او له دې اړخه نه یوازې دا چې پر خپل ځان بسیا واوسي، بلکې نورې نړۍ ته هم خپل تولیدات صادر کړي؛ خو په هېواد کې اوږدو جګړو او د واکمنانو د ژمنتیا نشتوالی او نه ارادې افغانستان دې ته نه دی پرېیښی چې له اقتصادي اړخه چټک مزل وکړي.

هغه وویل: «الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي، دا چې د صنعت او تولید لپاره برېښنا اړینه ده، له همدې ځایه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته زېری ورکوم چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسو.»

نوموړي همداراز وویل، هر څوک چې د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي او په خپلو تولیداتو کې اسلامي امارت ته د کمیت او کیفیت تضمین ورکړي، اسلامي امارت به له بهره د هغو توکو د وارداتو مخنیوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې په موخه د ځان‌بسیاینې په اندازه تعرفه لوړه کړي.

هغه دغه‌راز پر بهر مېشتو افغان پانګه‌والو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي، دلته پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصاد او صنعت په وده کې فعاله ونډه واخلي.

هغه وویل، اسلامي امارت د ټولو صنعتګرو ترڅنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسؤولیت ګڼي.

د یادونې ده، په یاد نندارتون کې ۵۵۰ تولیدي فابریکو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

Visits: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.