منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د افغانستان سرپرست حکومت باید په تېرو دوو کلونو کې کوم کارونه کړي وای؟

د چارو ځیني شنونکي وایي، ا.ا باید په تېرو دوو کلونو کې اساسي قانون جوړ کړی وای، لویه جرګه یې رابللې وای، حکومت یې ټولګډونه کړې وای، د نجونو پر مخ یې د زده‌کړو دروازې پرانیستې وای او د کادرونو د فرار مخه یې نیولې وای.

شنونکي: افغانستان کې امنیت ټینګ شوی خو ا.ا یې باید د پایښت لپاره ځیني ګامونه پورته کړي

ځينې شنونکي وایي، افغانستان کې له تحول وروسته امنیت ټينګ شوی خو ا.ا باید د امنیت د پایښت لپاره په خپلو ځینو سیاستونو کې بدلون راولي، نرم دریځ غوره کړي، له ملت سره تعامل وکړي او تخصصي حکومت رامنځته کړي.

د ا.ا دوه کلن مزل؛ د خلکو نظرونه او غوښتنې

یو شمېر خلک د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې راغلی امنیت او ځیني نور پرمختګونه ستایي، خو له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او کار…

ډاکټرانې: له سیاسی تحول وروسته زموږ کار کې بدلون نه دی راغلی، خو د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اندېښنې وړ دی

ځینې ښځینه روغتیایي پرسونل په داسې حال کې چې وایي د دوو کلونو په اوږدو کې یې په کار کې کوم بدلون نه دی راغلی او له کومې ستونزې سره مخ نه دي، خو په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار او زده‌کړه لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي او غواړي چې دا بندیزونه له منځه لاړ شي.

هلمند کې د جګړې یوه قرباني کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څه باندې څلور کاله مخکې یې د بهرنیو ځواکونو په برید کې څلور غړي له لاسه ورکړي او شپږ نور ټپیان شوي وو، د عدالت غوښتنه کوي او وايي چې اسلامي امارت او رسنۍ یې دې غږ تر نړۍوالې محکمې ورسوي.

فراه کې د ابخرما سیمې د شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ماشومان له کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې دي

د فراه ولایت فراه‌رود ولسوالۍ ابخرما سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند کوي خو له کلونو راهیسې ښوونځی نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم پاتې دي.

نور راپورونه