منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د چرم‌جوړولو صنعت پیکه کېدل؛ فاریاب کې د چرم جوړولو لسګونه کارخونو خپل فعالیتونو درولي

فاریاب کې یو شمېر چرم جوړوونکي د اندېښنې څرګندولو سره وايي، دغه ولایت کې د چرم جوړولو لسګونو کارخونو خپل فعالیتونه درولي، سلګونو کارګرو خپلې دندې پرېښې او دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د کثافت‌دانیو له نشتوالي د هرات ښاریانو شکایت؛ د سړکونو غاړو ته د کثافاتو ډېرۍ کېدو چاپېریال ککړ کړی

د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کثافت‌دانیو کموالی او د ښار په پاکولو کې د خلکو نه همکاري د چاپېریال ککړېدو، د سړکونو غاړو ته د کثافاتو راټولېدو او د ښار د بدرنګۍ لامل شوی دی.

افغانستان کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۰۹ کسانو ځان‌وژنه کړې ده

د پژواک د راپورونو له مخې، په هېواد کې د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ۱۰۹ کسانو ځانونه وژلي چې د نږدې نیمو وژنو لامل کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې او د شپږو پېښو نور دلایل ښودل شوي، خو د ۵۰ کسانو د ځان‌وژنې لاملونه نه دي په ګوته شوي.

له ناسمو روغتیايي خدمتونو د خلکو شکایت؛ ننګرهار کې د جواز نه لرونکو روغتیايي مرکزونو او ډاکټرانو فعاليت بندېږي

د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار او ولسواليو کې يې د هغو غيرمسلکي ډاکټرانو او ناراجسټر روغتيايي مرکزونو د فعاليت مخنيوي لړۍ پیل کړې چې خلکو يې په اړه شکايتونه درلودل.

د تخار اوسېدونکي؛ ځیني شخصي روغتونونه د متخصصو ډاکټرانو له نومه په ناسمې ګټې اخیستنې پر خلکو تجارت کوي

د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر خلک او ناروغ لرونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په ځینو خصوصي روغتونونو کې یوازې پر لوحو د متخصص ډاکټر نوم لیکل شوی، خو خپله ډاکټر نه وي.

مسوولین: سرپل کې د سلطان ابراهیم بند په جوړېدو سره به ۵۵ زره هکتار ځمکه خړوبه شي

د سرپل اوسېدونکي په نږدې راتلونکي کې د سلطان ابراهیم بند د جوړولو چارو د پیل هرکلی کوي او د دغه ولایت مسوولین وایي چې پر دغه بند ۳۷ میلیونه ډالر لګښت راځي او د ۵۵ زره هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.

هرات کې د ژورو څاګانو کيندلو په اړه اندېښنې؛ «د ځمکې لاندې اوبو کمېدو مخنیوي لپاره کوچني بندونه جوړیږي»

د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د ژورو څاګانو کیندلو په‌ اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د دغه ولایت سیمه‌ییزه اداره وايي چې د ځمکې لاندې د اوبو کمېدو مخنیوي لپاره کوچني بندونه…

د تخار د فرخار خلک: د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لرو

د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نور راپورونه