منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

 ډېرو دولتي روغتونونو کې په وړیا ډول د بېلابېلو معاینو ترسره کولو کچه لوړه شوې ده

خلک د کابل انتاني او اتاترک روغتونونو له چوپړ څخه خوښ دي چې ناروغانو ته یې د وړیا معاینو او درملو زمینه برابرې کړې ده؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، اوس له ځینو پرته په ټولو دولتي روغتونونو کې همدا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

غړي

د نورستان ځیني اوسېدونکي: په درېیو ولسوالیو کې د سینه‌ بغل ناروغي ډېره شوې ده

د نورستان ځيني اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام، دواب او برګمټال ولسوالیو کې ګڼ کوچنیان او لویان پر سینه او بغل ناروغۍ اخته شوي او که مخنیوی یې ونه شي، نو د ډېرو خلکو د مړینې خطر شته.

غړي

د زابل له مېزانې ولسوالۍ وروسته په شینکۍ کې هم سلګونه کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي

د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت له مېزانې ولسوالۍ وروسته په شینکۍ ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۲۰۰ کسان- چې ډېری یې ماشومان دي- د سړې هوا له امله پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

غړي

جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۱.۳ میلیون ډالر مرسته کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان روغتیايي سکټور پیاوړتیا په ځانګړې توګه نسايي او ولادي برخه کې د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه، ۱،۳ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.

غړي

زابل کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي

د زابل د کرونا روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د هوا سړېدو او روغتیا ساتنې ته نه پاملرنې له امله په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

غړي

د کابل ښار دشتي‌برچي کې د خلکو په شخصي لګښت یو کلینیک جوړ شو

د کابل ښار په دشت‌برچي سیمه کې یو روغتیايي کلینیک چې د خلکو او یوه مرستندوی بنسټ په لګښت له بېوزلو سره د مرستې په موخه جوړ شوی، نن پرانیستل شو؛ مسؤولین وایي چې په دغه روغتیايي مرکز کې معاینه او تشخیص وړیا دي، خو په درملو کې ۲۰ سلنه او جراحي عملیاتو کې ۷۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

نور راپورونه