منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۴ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

احمدي: د موټر د نوم او بیې اعلان به خلک حیران کړي

په افغانستان کې د سوپرکار موټر جوړوونکی محمد‌رضا احمدي وايي، د موټر ټول کارونه بشپړ شوي او نور يې پر سر «سوداګریزې مذاکرې» ته چمتو دی خو زیاتوي چې د خلکو حیرانتیا لپاره یې د موټر بیه او نوم تر اوسه نه دي په ډاګه کړي او دا یې د سوداګریز پلان یوه برخه جوړوي.

جوزجان کې امو سیند ته څېرمه اوسېدونکي: هر کال مو لسګونه جریب کرنیزه ځمکه ویجاړېږي

په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

غړي

غزني کې معلولینو ته د مصنوعي لاسونو او پښو جوړولو کې ۲۳ سلنه ډېروالی راغلی

په غزني کې افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فزیکي بیارغونې مرکز مسوولین وايي، دغه مرکز ته د معلولینو مراجعې له ډېرېدو سره هغوی ته د مصنوعي لاسونو او پښو په جوړولو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

غور کې اړې کورنۍ د ژمنیو مرستو غوښتنه کوي

په غور ولایت کې ځینې بې‌وزله او بې‌ځایه شوې کورنۍ د موسسو او دولت له خوا ورسره د ژمنیو مرستو له نه کولو شکایت لري او وايي، له میاشتو راهیسې یې هیڅ ډول مرستې ترلاسه کړې نه دي.

نور راپورونه