ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
29 Jun 2021 - 20:05
author avatar
29 Jun 2021 - 20:05

 د هاشم وحدتیار ليکنه او اسد افغان ژباړه

د ناټو سرمشریزې غونډې په ترڅ کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وویل: امریکا ژر له افغانستان څخه د وتلو په حال کې ده او له هغې شيبې چې امریکایان لاړ شي یواځيني باوري هېواد چې کولی شي هلته کار ته دوام ورکړي بې له شکه ترکیه ده. اردغان له ولسمشر جو بایډن سره په دې اړوند ولیدل او زیاته یې کړه: د دې لپاره چې ترکیه په افغانستان کې د ناټو له وتلو وروسته خپل پوځیان وساتي د متحده ایالاتو دیپلوماتیکي، لوژستیکي او مالي ملاتړ باید ورسره وي.

د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې دا پریکړه وشوه چې له افغانستان سره باید اقتصادي او بشري مرستې دوام وکړي، د ناټو یواځينی مسلمان غړی هېواد ترکیه اوس مهال افغانستان کې ۵۰۰ عسکر لري او که انقره پریکړه وکړي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر خوندیتوب ته اوږه ورکړي ښايي د پوځیانو شمېر هم زیات کړي. له طالبانو سره له شل کلنې جګړې وروسته ولسمشر بایډن ومنله چې د افغانستان لانجه نظامي حل لاره نه لري او له دغه هېواده یې د خپلو عسکرو د ایستلو اعلان وکړ. پوښتنه دا ده چې ولې ترکیه غواړي د امریکا له تګ وروسته افغانستان کې ځان ښکیل کړي؟

لومړی: ترکیه غواړي د واشنګټن سره خپلې اړیکي بېرته ورغوي

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او انقرې تر منځ اړیکي خړې پړي دي. په سوریه کې د امریکا له لوري د کرد جنګیالو ملاتړ ترکیه غوسه کړې ده. ځکه دوي باور لري چې د سوریې کرد جنګیالي د ترکیې له کردي یاغیانو سره اړیکي لري. د دې تر څنګ امریکا پر ترکیه له روسیې د S-400 پرمختللي دافع هوا توغندیو د پېرلو له امله بندیزونه لګولي ځکه امریکا دا معامله ناټو ته خطر ګڼي او پر ترکيې ټینګار کوي چې دا د ۲.۵ میلیارد ډالرو سودا لغوه کړي. اوس اردغان هڅه کوي د بایډن له حکومت سره نوی پړاو پیل کړي. د واشنګټن په غوښتنه په افغانستان کې د ترکي پوځیانو پاته کېدل به په زیاته کچه د امریکا- ترکيې تر منځ کړکیچ راکم کړي.

دويم: ترکیه غواړي د سولې په بهیر کې د مهم منځګړي رول ولري  

د روان کال په اپریل کې د ترکيې او ملګرو ملتونو له لوري مهمه غونډه پلان شوې وه تر څو په کې د افغان جګړې د ختم اقدام وشي خو طالبانو په کې ګډون ونه کړ او غوښتنه یې وه چې باید په کنفرانس کې قاطع پریکړې ونشي. په ستر منځني ختیځ کې ترکیه مهم اسلامي هېواد دي، د ناټو غړیتوب لري د اسلامي همکاري د سازمان مهم غړی دی او د دې تر څنګ له افغان حکومت او طالبانو سره ښې اړیکي لري. طالبان ترکیه د افغانستان ملګري هېواد ګڼي. یو ځل د طالبانو ویاند وویل: ترکیه مهم هېواد دی، کولی شي پر سیمه ییزو حالاتو مثبت اغېز ولري. ده زیاته کړه، افغان حکومت او طالبان له ترکيې سره ښې اړیکي لري.

ترکیه په افغانستان کې له نورو ډلو سره هم پراخ روابط پالي. په ۱۹۸۰ لسیزه کې له شوروي سره د جهاد پر مهال ولسمشر اردغان د افغان مجاهدینو په ځانګړې توګه حزب اسلامي ملاتړ کړی. له شمالي ټلوالې په خاصه د ازبکانو له مشر مارشال عبدالرشید دوستم سره د ترکیې اړیکې اوږده مخینه لري. داسي ښکاري چې ټلواله او حکومت به د سولې په بهیر کې د ترکیې د رول هر کلی وکړي. تر دې وړاندي هم انقرې د افغان سولې لپاره ډېرې هڅې کړي دي. د افغانستان – پاکستان تر منځ د ګڼو غونډو او کنفرانسونو کوربه یې کړی. ویل کیږي په ۲۰۱۳ کې د طالبانو د سیاسي دفتر لپاره استنبول یو انتخاب و خو وروسته قطر کې پرانیستل شو. دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي داسي باوري منځګړی نشته چې افغان حکومت او طالبان دواړه پرې باور وکړي. اوس طالبانو د کابل هوايي ډګر د امنیت لپاره د ترکیې له وړاندیز سره مخالفت کړی خو که انقره د طالبانو سره اړیکي وپالي، ترکیه کولی شي د سولې په خبرو کې ښه منځګړی شي.

درېیم: ترکیه په سیمه کې د لا زیات رول غوښتونکې ده  

د افغان لانجې په اوږده بهیر کې پاکستان تل مخالف لوری ټاکلی. که څه هم اوس به په ظاهره افغانستان کې د ترکیې پوځ شتون ته هرکلی وکړي، خو د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې دا اندېښنه لري چې د طالبانو د واک ته رسولو پلان به یې تطبیق نه شي. د پاکستان پوځي رهبري په دې ګومان وه چې د متحده ایالاتو نوی حکومت به د افغانستان چارې اسلام اباد ته وسپاري خو داسي ونه شول. په موجوده حالاتو کې اسلام اباد له انقرې سره تودې اړیکي لري. په ۲۰۱۹ کې چې کله هند د کشمیر نیمه خپلواکي ختمه کړه ولسمشر اردغان د پاکستان عمران خان ته د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ. همدارنګه له چین وروسته ترکانو په پاکستان کې تر ټولو زیاته پانګونه کړې ده چې اندازه یې تر یو میلیارډ ډالرو هم اوړي. د پاکستان د اقتصادي حرکت او له هند سره د کشمیر د لانجې په خاطر پاکستان مجبور دی چې د افغانستان په مهم ماموریت کې د انقرې ملاتړ وکړي.

هند به هم افغانستان کې د ترکي پوځیانو پاتېدل په ښه زړه ومني او د ناټو پوځیانو د حضور د دوام او د امریکايي عسکرو د بدیل په سترګه به ورته ګوري، له افغانستانه د متحده ایالاتو وتلو هند اندېښمن کړی ځکه د پاکستان له ملاتړه د برخمنو طالبانو د بیا واکمنیدو وېره شته. د اسلام اباد – انقرې تودې اړیکې په دې مانا نه دي چې هند سره یې روابط ساړه دي بلکه د دواړو اړیکي عادي دي، اوس لا وختي ده چې په افغانستان کې د ترکي پوځيانو د پاتې کيدو په اړه د هند غبرګون څرګند شي خو په ټوله کې به دوي ترې خوښ وي.

بل خوا ایران او روسیه په بشپړ ډول له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو غوښتونکي دي، د کردستان په اربیل او نور منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي اډو تر څنګ په افغانستان کې د متحده ایالاتو شتون د تهران لپاره د منلو نه دی، روسیه بیا ادعا کوي چې افغانستان کې داعش د ناټو د حضور پر مهال رامنځ ته او پیاوړی شو چې اوس د روسيې امنیت ګواښي، که افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي د یاغیانو نوې ډلې به سر راپورته کړي چې ایران او مرکزي اسیا به هم ګواښي، په دې حالاتو کې به ایران او روسیه د ترکيې موجودیت له دوو زاویو ګوري، لومړی دا چې ترکیه د ناټو غړې ده او که پوځيانو یې افغانستان کې وي دا به د ناټو د موجودیت دوام وي، دويم دا چې ترکیه یو باوري منځګړی دی چې کولی شي د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ روغه جوړه وکړي، که داسي وشي افغانستان به د کورنۍ جګړې له خطر څخه وساتل شي او سیمه ییزې ترهګرۍ په مرکز به نه بدلېږي، اوس دا د انقرې په دیپلوماسي اړه لري چې له لومړي لیدلوري د ایران او روسيې نظر بدل او دويم یې قانع کړي.

طالبان له امریکا او ناټو سره خپلې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي، خو د متحده ایالاتو له تګ وروسته د ترکي پوځیانو پاته کېدل به طالبان له بلې ننګونې سره مخ کړي، که طالبانو د ترکي عسکرو له شتون سره موافقه وکړي د نظامي بریا مخه به یې ونیول شي او د افغانستان سولې په بهیر کې به ترکیه د منځګړي په توګه د هېواد اوږده جګړه د خبرو اترو له لاره پای ته ورسوي، خو که طالبان مخالفت وکړي بیا به هم د ترکيې مسلمان پوځیان په افغانستان کې د کابل په موافقه پاتي وي او د طالبانو د جهاد لیسنس به منسوخ شي.

Visits: 129

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

هاشم وحدتیار واشنګټن کې مېشت سیاسي څیړونکی دی. د هغه ټویټر دې: @HashimWahdatyar

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.