ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عبدالصمد ازهر  لیکنه

کال ۱۳۲۸ل و، زه د پغمان نمونې  لومړني ښوونځي د درېيم ټولګي زده کوونکی وم. ښه مې په ياد دي چې د اصلاح په رسمي ورځپاڼې کې چې پلار ته مې راتلې، ما د پکتيا په مغلګي باندې د پاکستاني الوتګو د بمبارۍ خبر ولوست.  پلار مې له خپلو همکارانو او ځايي مشرانو سره هم په ډېر خپګان او قهرجنه توګه پر دې پېښې غږېده. هغه بد اثر او ژوره کرکه چې دغې ناوړې پېښې زما پر ماشومو ماغزو پرېښوده، تر اوسه لا په همغه قوت سره پاتې دي.

په تېرې نيمې پېړۍ کې پاکستاني نظاميانو ډېر او نه شلېدونکي تېري او رنګ رنګ جنايتکارانه کړنې زموږ پر هېواد تر سره کړي دي، خو هغه څه چې دوی نن بيا  درې اويا کاله وروسته له مغلګۍ څخه د خوست په سپېرې او د کنړ په شلتن ولسوالۍ کې وکړل هماغه زاړه پرهارونه يې بيا وسپړل.

د سپېرې په څلورو کليو کې پاکستاني جت الوتکو د سهار په درېيو بجو، د مبارکې روژې د پېشنمي په مهال، پر ملکي ولس او د وزيرو کډوالو پر کورنيو، کوم چې کلونه پخوا د پاکستاني نظامیانو د نادودو له امله راکډه شوي ول، بمونه وغورځول، لسګونه کسان يې ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

د ډيورنډ پر کرښه ګربزو کې يې هم له طالبانو سره په نښتې کې درې طالب پوله ساتونکي  ووژل.

ها خوا، د کنړ په شلتن ولسوالۍ کې پاکستاني توپخانې او راکټونو پنځه ماشومان او يوه ښځه وژلي او ډېرۍ نور يې ټپيان کړي دي. په نيمروز کې هم د پاکستاني ډزو له امله يو افغان وژل شوی او اته نور ټپيان شوي دي.

دا د يوه خپلواک هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا او ملي واکمني باندې بربنډ تېری او له نړيوالو قوانينو څخه ستره سرغړونه ده. موږ د دغو ناوړو تېريو په مقابل کې خپله ژوره کرکه څرګندوو او په کلکه يې غندو. له طالب چارواکو او په متحده ملتونو کې د افغانستان په نامه ناست پلاوي څخه هم غواړو چې متناسب غبرګون وښيي او د امنيت شورا ته کلک رسمي شکايت وړاندې کړي.

زه د دې تر شا ستره دسيسه وينم. د امريکې په لمسون د پاکستاني نظاميانو له خوا د پارلمان له لارې له عمران خان څخه د باور بېرته اخيستل، امريکې ته د جنرال باجوه او همدا رنګه د شهباز شريف له خوا د وفادارۍ اعلان او د طالب تر واکمنۍ لاندې افغانستان باندې سمدلاسه يرغل او کلکې ضربې وهل، ټول سره په اړيکه وينم. څو ورځې دمخه هم وويل شول چې د نيمروز په فضا کې د بې پيلوټه الوتکو الوتنو د ځايي خلکو پام وراړولی و. دا هم له امکانه ليرې نه ده چې پاکستاني نظاميانوامريکې ته د ښکاره يا پټې اډې په ورکولو هوکړه کړې وي. د عمران خان له تګ سره د طالبانو پر مخ سخت دريځه سياست نيول، خامخا يو بېخ لري.

له بلې خوا، د طالبانو په مقابل کې په رنګ رنګ نومونو د جګړييزو جبهو اعلانېدل او په ځانګړې توګه د تاجيکستان له خوا د يونيسف او آغاخان بنياد په مرسته د هغه هېواد په سهيلي څڼده کې د احتمالي (!) افغان کډوالو لپاره د يوه پنډغالي جوړول، کوم چې يوه ښارګوټي ته ورته دی او زما په آند نه د کډوالو بلکه د جګړه مارانو لپاره جوړ شوی دی، د ډېرو بدو پېښو او د نورو تودو جګړو او وينو تويولو پر تابيا دلالت کوي. دا لومړی ځل دی چې د نړيوالو په مرسته په يوه هېواد کې مخکې له دې نه چې کومه جګړه روانه وي، تصوري کډوالو ته ښارګوټي په شان پنډغالی جوړېږي. د دې خبرې مانا دا ده چې د بلې جګړې تابيا نيول شوې ده او که د امريکې پر پلان پرمخ ځي نو پايله يې دا هم کېدای شي چې تاجيکستان له روسيې وربېل کړي.

طالب چارواکو ته لازمه ده چې د ناپوهۍ له خره راښکته شي، د خلکو پر حقونو او انساني ازادي ګانو سترګې پټول بس کړي په واکدارۍ کې له انحصار څخه لاس واخلي، قانونيت او ولسواکۍ ته مخه کړي او نړيوالو ارزښتونو ته درناوی ولري، څو ولس ورسره ودرېږي. خدای دې نه کړي چې بيا زموږ پر هېواد غوبل پيل شي او دښمنان ګټه ترې واخلي.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.