ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډاکټر عتیق الله حیات لیکنه

په نړۍ کې د شتمن‌ او بیوزلو هېوادونو مینځ کې د عایداتو او د ژوند په معیارونو کې لوی توپیرونه شته، د بیلګې په توګه د امریکا متحده ایالات، انګلستان او جرمني او هغه بې وزله هېوادونه لکه افغانستان او داسی نور هېوادونه چې په افریقا او مرکزي امریکا کې موجود دي.

څیړنو ښودلې چې د نړۍ ترټولو پرمختللو هېوادونه یو څه مشترکات لري او همدا ډول د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونه چې افغانستان هم پکې شامل دی، یوه عامه ځانګړتیا لري. لومړی باید ووایو چې د یو ملت جغرافیه، کلتور او مذهب د هغه ملت په شتمنی یا بې وزلئ باندې اغیز نه لري.

هغه عامل چې یو هېواد غریب ساتي استخراجي سیاسي او اقتصادي بنسټونه دي. دوی سیاسي اشرافو ته دا توان ورکوي چې خپل ځان بډايه کړي ترڅو د خپل اوږد مهاله سیاسي ځواک پیاوړي کړي. له بلې خوا، شتمن او پرمختللي هېوادونه ټول شموله سیاسي او اقتصادي بنسټونه لري. دوی ځواک په پراخه کچه په ټولنه کې ویشي.  د استخراجي بنسټونو بېلګي د خلکو ته د رایې ورکولو اجازه نه ورکول دي.

د استخراجي یا ټول شموله بنسټونو ترڅنګ، یو بل خورا مهم خصوصیت د دولت او ټولنې ترمنځ د ځواک انډول دی. په ډیری ځایونو او وختونو کې، د انسان ازادي سلب شوې ده. ایالتونه د فرد د ساتنې لپاره خورا کمزوري او یا پیاوړي دي چې د استبداد مخه ونیسي. د ازادۍ دهلیز هغه وخت روښانه وي چې کله تړل شوي حکومتونه او ټولنې ترمنځ دوامداره توازن ولري.

موږ د پورتني چوکاټ څخه وینو چې دولتونه په لویه کچه په درېیو قسمونو ویشل شوي: استبدادي، تړلي او یا بې دولته حکومتونه.  داسې ښکاري چې افغانستان د استبداد په انواع کې دی، په داسې حال کې چې د اروپا ډیره برخه په تړلي حکومتونو کې ده او ډیری افریقایي هېوادونه مرکزي حکومتونه نه لري لکه سومالیا او یمن چې بې دولته هېوادونو کې راځي.

افغانستان څرنګه کولای شي چی په یوه تړلي حکمتونو کې راشي چې د اقتصادي او سیاسی ودې لپاره لاره پيدا کړي؟ افغان حکومت ته په کار ده چې په متوازن ډول عوامو ته د واک د لېږد لپاره کار وکړي. د افغانستان په څیر هېواد کې دا ممکنه ده چې هر ولایت یوه ټولنه موجوده وي چې د خلکو له منځ څخه غوره شويوي چې د خلکو وضعیت د هغه ولایت والي ته لیږدوي چې بیا تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي تر څو د خلکو د حقونو د پوره کولو ډاډ ورکول شي. دا د خلکو د ګډون یوه بیلګه ده. د اوسني حکومت لپاره بله ننګونه به د رایې ورکولو حق وي، یو ټول شموله او تړل شوی حکومت باید خلکو ته اجازه ورکړي چې سیاستوال بدل کړي کله چې دوی خپله دنده نه شي ترسره کوي. د طالبانو حکومت به څرنګه دا کار وکړي؟

افغانستان په دې حساس وخت کې باید د یو تړل شوي حکومت په لور هلې ځلې وکړي. یو مهم عامل به د دوی زیربنا جوړول وي خو په دې وخت کې د افغانستان حکومت بودیجه دومره نه وي چې دا اجازه ورکړي. د یو وده کونکي ملت په توګه دوی کولی شي چې د عام اوخصوصي مشارکت ستراتیژي رامینځته کړي چیرته چې حکومت د خپلو ډېرو مهمو دندو پلي کولو لپاره ټاکلو خصوصي سکتور باندې تکیه وکړي. د بېلګې په توګه، افغانستان به د اورګاډي له سیستم څخه ډېره ګټه پورته کړي چې د مالونو د لېږد رالېږد کې به مرسته وکړي. خو حکومت د دې امکان نه لري چې پر خپل ځان يی یوازي جوړ کړي. له همدې امله باید د افغانستان په دننه او بهر کې خصوصي سکتور وهڅول شي چې دا کار وکړي. دا به د یوه تړل شوي حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، ځکه چې خصوصي سکټور به هغه کار وکړي کوم چې کېدای شي د دولت لخوا ترسره شي او په دې توګه به دولت ډېر لوی یا ځواکمن نه شي چې د دولت او ټولنې ترمنځ دتوازن په برخه کې مرسته کوي.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

د لیکوال په اړه:

ډاکټر عتیق الله حیات د لندن د سینټ جورج (St George) پوهنتون، د طبي او بایو میډیکل زده کړو انستیتیوت د مخدره توکو د پراختیا د برخې ښوونکی دی.

 

 

 

 

Visits: 161

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.