ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Jun 2021 - 09:40
author avatar
26 Jun 2021 - 09:40

کاناډا په شمالي امریکا کې پروت هېواد دی چې ۹۹۸۴۶۷۰ کیلومتر مربع مساحت او د ۳۷.۵ میلیونو شاوخوا نفوس لري. دغه هېواد د پیاوړي اقتصاد او بنسټونو په درلودلو سره د نړۍ د پیاوړو اقتصادي او ټیکاو لرونکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي. له همدې کبله کاناډا د اوه لویو اقتصادي هېوادونو (g7) او شلو پرمختللو اقتصادي او صنعتي (g20) هېوداونو په ډله کې راځي. کاناډا د لویو نړیوال سازمانونو او چارچوبونه لکه د ملګرو ملتونو سازمان (United Nations) او هغه پورې اړوند تخصصي سازمانونو لکه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کار نړیوال سازمان (ILO)، د خوراک نړیوال پروګرام (WFP)، د خوراک او کرهڼې نړیوال سازمان (FAO) او دې ته ورته د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو؛ د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO)، د اقتصادي همکاریو سازمان (OECD) او نورو مهمو نړیوالو امنیتي، سیاسي، د بشري حقونو او روڼتیا نړیوالو سازمانونو او چارچوبونو غړیتوب تر څنګ په ځینو سازمانونو کې اغېزمن رول لري، چې د ټولو یادونه یې دلته اړینه نده.

دا چې کاناډا د نړۍ د لویو اقتصادي او پرمختللو (Developed) هېوادونو په ډله کې راځي او د دغه هېواد په اقتصادي ودې کې د طبیعي زېرمو مدیریت او رایستل او د کاناډا هېواد په خالص کورني تولید (GDP)، کارموندنې، پانګونې او د دغه هېواد په نړیواله سوداګرۍ کې مهم رول لوبوي، غوره مې وګڼله تر څو د دغه لوی عایداتي سکټور او په ځانګړې توګه د کانونو، منرالونو او فلزونو صنعت ته یوه لنډه کتنه وشي. څرنګه چې افغانستان هم د طبیعي زېرمو له اړخه بډای هېواد ګڼل کیږي، غوره ده چې د کاناډا له تجربو څخه ګټه پورته شي او په دغه برخه کې د راپیل شوؤ دوه اړخیزو او څو اړخیزه همکاریو او په راتلونکي کې د دغه ډول همکاریو پراختیا ته هم کتنه وشي.

دغه لنډه لیکنه چې د کاناډا په اقتصاد کې د دغه هېواد د بډایه طبیعي زیرمو مهمې ونډې ته ځانګړې شوې. لومړی به په ټوله کې د دغه هېواد په اقتصاد کې د طبیعي زېرمو ونډې؛ دوهم، په ځانګړي ډول د کانونو، منرالونو او فلزونو ونډې او په دریمه برخه کې به په وروستیو دوه کلونو کې د افغانستان او کاناډا هېواد تر مینځ په دغه برخه کې راپیل شوؤ همکاریو او په راتلونکي کې د دغه اړیکو پراختیا ته لنډه کتنه وکړو او په پای کې د افغانستان د کانونو او منرالونو د سکټور لپاره یو لړ عمومي سپارښتنې او وړاندیزونو هم په پام کې نیول شوي.

لومړی) د کاناډا په اقتصاد کې د طبیعي زېرمو ونډه:

په ټوله کې په ۲۰۱۹ کال کې د کاناډا په اسمي کورني خالص تولید کې (Nominal GDP) کې د طبیعي زېرمو ونډه ۱۶.۹٪ سلنه حساب شوې ده چې په مستقیم ډول ۱۱.۵٪ سلنه او په غیر مستقیم ډول ۵.۴٪ سلنه کیږي. له دې ډلې ۷٪ سلنه د انرژي له سکټور؛ ۳.۳ ٪ سلنه د منرالونو او فلزونو او ۱.۲٪ سلنه د ځنګلونو څخه جوړه شوې او ۸۳.۱٪ سلنه له نورو سکټورونو څخه جوړه شوې ده.

په همدغه کال کې طبیعي زېرمو په ټوله کې ۱.۹ میلیونه دندې، چې له دې ډلې ۱۰۱۶۰۰۰ يې په غیر مستقیم او ۸۸۸۰۰۰ یې په مستقیم ډول رامینځته کړې دي، چې ۲۲۷۰۰۰ يې د انرژۍ؛ ۳۹۲۰۰۰ یې د منرالونو او فلزونو او ۲۶۹۰۰۰ یې د ځنګلونو په برخو کې دي.

په ۲۰۱۹ کال کې د طبیعي زېرمو کمپنیو ۸۶ بیلیون ډالره پانګونه کړې چې په کاناډا کې د ټولې غیر مقیمې پانګې ۳۲٪ سلنه جوړوي. له دې ډلې ۷۰ بیلیونه د انرژي په برخه کې؛ ۱۴ بیلیونه د منرالونو او فلزونو او ۲ بیلیونه د ځنګلونو په برخه کې شوې ده.

په کاناډا کې د راتلونکو ۱۰ کلونو لپاره ۴۵۹ لویې پروژې د ۵۸۹ بیلیون ډالرو پانګې په ارزښت تر کار لاندې دي، چې ۳۱۱ پروژې د ۵۰۵ بیلیون ډالرو په ارزښت د انرژي؛ ۱۲۰ پروژې د ۸۲ بیلیون ډالرو په ارزښت د منرالونو او فلزونو او ۲۸ پروژې د ۳ بیلیون ډالرو په ارزښت د ځنګلونو په برخو کې تر کار لاندې دي.

په ۲۰۱۹ کال کې کاناډا د ۲۶۴ بیلیون ډالرو په ارزښت د طبیعي زېرمو له سکټوره صادرات کړي چې د کاناډا د ټولو صادراتو ۴۸٪ سلنه جوړوي له هغه ډلې ۷۴٪ سلنه د امریکې متحده ایالتونو، ۶٪ سلنه د بریتانیا او ۴٪ سلنه د چین هېواد ته شوي.

په کاناډا کې د استخراج په برخه کې د کمپنیو شتمني/پانګه ۶۵۴ بیلیون ډالره ده چې له دې ډلې ۲۴۸ بیلیون ډالره له کاناډا د باندې په بهر هېوادونو کې ده1.

یادونه: د طبیعي زېرمو مفهوم لوی دی (کانونه، منرالونه، فلزونه، اوبه، تېل، انرژي او ځنګلونه) ټول په کې شاملېږي.

 دویم) د کاناډا په اقتصاد کې د کانونو (منرالونه او فلزونه) د صنعت ونډه:

د طبیعي زېرمو په چوکاټ کې د کانونو صنعت د کاناډا په اقتصاد کې د پام وړ ونډه لري. په ټوله کې دغه صنعت ۶۲۶۰۰۰ چې له هغه ډلې یې ۴۰۹۰۰۰ په دغه هېواد کې په مستقیم ډول دندې رامېنځته کړې. د حکومت لخوا د ټکس او رویالیټي راټولول او د پروژو د تکمیل او عملي کولو لپاره د پانګې لګول یې نور ساده مثالونه دي. له مستقیم اقتصادي اغېز وراخوا د کانونو صنعت، هغه کمپنۍ(بزنسونه) او سکټورونه چې د کانونو رایستونکو ته په عملیاتي ډګر کې  سامانونه (تجهیزات) او خدمتونو برابروي، د دوی د اقتصادي پیاوړتیا باعث هم ګرځي.

په ۲۰۱۸ کال کې د کانونو د رایستولو (استخراج) صنعت چې په هغه کې د منرالونو، تیلو او ګازو رایستل شاملیږي، د کاناډا له حقیقي خالص کورني تولید (Real GDP) سره ۱۵۱.۵ بیلیون ډالره مرسته کړې، چې د هغه کال د حقیقي خالص کورني تولید ۷.۸٪ سلنه جوړي.

د کانونو (منرالونو او فلزونو) استخراج صنعت د کاناډا د اتلسو مختلفو صنعتونو په ډله کې څلورم صنعت بلل کیږي او یوازې د خدمتونو، عقار(ملکیتونو) او تولیدي سکټورونه ورڅخه مخکې دي2.

د کانونو، منرالونو او فلزونو صنعت د کاناډایانو لپاره د ثروت او کارموندنې په برخه کې یو عمده ماشین ګڼل کیږي. د دغه هېواد په سلګونو زره وګړو خپله پوهه، تخصص، تجربه، مهارتونه او کاروبارونه همدغه سکټور ته وقف کړي، تر څو دا هېواد د کانونو او منرالونو د تولید د لویو هېوادونو په ډله کې راولي. په کاناډا کې د کانونو په سکټور کې کارکونکو ته لوړ امتیازونو (تنخواه ګانې) ورکول کیږي. په ۲۰۱۶ کې د کانونو په کار ځایونو(کارخانو) کې کارکوونکو ته په منځني ډول ۱۱۵۱۷۴ کاناډایي ډالر او په ۲۰۱۸ کال کې ۱۲۳۰۰۰ کاناډایي ډالر په کلني ډول ښودل شوي. چې د نورو صنعتونو په پرتله دوه ځله زیاته تنخواه (درآمد) ده، دا په داسې حال کې ده چې په نورو سکټورونو کې یو کارکونکی د کال شاوخوا ۵۹۹۰۳ کاناډایي ډالر ترلاسه کوي.

کاناډا د دیارلس عمده منرالونو د تولید په ډله کې د لومړۍ کرښې په پنځو هېوادونو کې راځي:

  • لومړی مقام د پوتاشیم په تولید کې؛
  • دویم مقام د یورانیمو او نیوبیم په تولید کې؛
  • درېیم مقام د نیکلو، کوبالټ، المونیم، د پلاتین ډلې فلزونو او قیمتي ډبرو په تولید کې؛
  • څلورم مقام د تنګستن، مالګې او سفلر؛ او
  • پنځم مقام د طلا او الماسو په تولید کې خپل کړي دي.

د کاناډا د جغرافیې له اړخه د دغه هېواد په یوکون (Yukon) ولایت کې د طلا لویې زیرمې؛ شمال غربي سیمو کې په لویه کچه د الماسو زیرمې پرتې دي چې د ارزښت له اړخه د نړۍ دریم لوی تولید کونکی بلل کیږي. په نونواټ (Nunavut) کې په عمومي ډول د طلا او اوسپنیزو ډبرو منرالونه په لومړۍ کچه کې راځي. په نیوفونډلنډ او لابراډور (Newfoundland and Labrador) کې په لویه کچه د اوسپنې کانونه او نېکل پراته دي.

نیو برونزویک (New Brunswick) د ویلي کولو د لوړ ظرفیت تر څنګ زینک، سرب، طلا او تنګستن کانونه لري. نواسکوشیا (Nova Scotia) د ګچ او ډبرو د سکرو په څنګ کې د زنکو او طلا د کانانو صنعت د راژوندي کولو په حال کې دی. کبیک  (Quebec) تر ټولو ډیر متفاوت د کانانونو د صنعت درلودونکی ولایت دی چې په لوړه کچه اوسپنه، طلا، مس، المونیم، زینک، مګنیزیم، نیوبیم او الماس تولیدوي. آنټریو (Ontario) د منرالونو او فلزنو د لوړې کچې تولیدونکی په ځانګړي توګه د طلا، مس او نېکل یې په اصلي تولیداتو کې راځي په داسې حال کې چې منیتوبا (Manitoba) د زینک په تولید کې په کاناډا کې لومړی مقام لري.

سسکچوان (Saskatchewan)  د پوتاشیم او یورانیمو د لویو کانانو په درلودلو سره د نړۍ په لوړه کچه تولیدونکو کې راځي په داسې حال کې چې البرټا (Alberta) د نفت او ګازو، اوسپنې او د ډبرو سکرو په تولید کې لوړ مقام لري. همدارنګه د ډبرو سکاره، المونیم، مس، طلا، سرب، زینک، نقره او نیکل د بریټش کلمبیا (British Columbia) په مهمو ټولیداتو کې راځي.

د کاناډا د بریټش کلمبیا له بندرونو څخه آسیایي بازارونو ته د منرالونو او فلزونو د لویې کچې صادرات او واردات ترسره کیږي. په داسې حال کې چې د کیبیک بندرونه د اروپایي او سویلي آمریکا له بازارنو سره د کانونو، منرالونو او فلزونو د صادراتو او وارداتو لپاره کارول کیږي.

د کانونو د صنعت په برخه کې د کاناډا نړیوال موقف:

کاناډا د کانونو په تلپاتې، منظم او ثابت استخراج او ګټې اخیستنې په برخه کې بریالی تاریخ او د یو مخکښ ملت په توګه یې ښه شهرت ترلاسه کړی. د مثال په توګه، په ۲۰۱۶ کې دغه هېواد د کانونو په برخه کې د ښه مدیریت او د پانګوالو لپاره د غوره شرایطو په برابرولو سره د دغه سکټور په نړیواله رهبرۍ کې د غوره هېواد په توګه جایزه ترلاسه کړې. د پانګه والو لپاره دغه هېواد  تر ټول مصئون او خوندي هېواد پیژندل شوی. سسکچوان او منیتوبا ولایتونه د نړۍ په کچه د پانګې د جذب لپاره د غوره شرایطو په درلودلو سره دویم مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې کیبیک شپږم مقام لري. په عمومي ډول، کاناډا د g20 هېوادونو په مینځ کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د دوهم مناسب هېواد په توګه پیژندل شوې.

د کانونو په صنعت کې، د ورته والو/شباهتونو له کبله کاناډا او آسټرالیا سره پرتله کیږي. دواړه هېوادونه آزاد بازارونه او بډای کانونه او منرالونه لري. د ځمکپوهنې (Geology) عامه پیاوړي پروګرامونه او د کانونو او منرالونو صنعت چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي راکړه ورکړو خورا مهم فکټور دی. دواړه هېوادونه د کانونو د لویو سکتورونو کور ګڼل کیږي. د کانونو ډیری لویې نړیوالې کمپنۍ او د دغه سکتور د خدمتونو کارځایونه (کارخانې) همدلته شتون لري.

د پانګونې نړیواله ټولنه د نړۍ په هر هېواد کې شرایط او پرمختګونه څاري تر څو کوم هېواد د پانګونې لپاره غوره موقعیت وګڼل شي. د کانونو د څیړلو او موندلو بودجې لپاره د یوې تدوین شوې څېړنې په بنسټ د هېوادونو تر مېنځ کاناډا د کانونو د څېړلو او موندنو لپاره تر ټولو غوره هدف دی او په ۲۰۱۷ کال کې د کانونو د څېړلو او موندنو لپاره کاناډا ۱۴٪ سلنه او آسټرالیا ۱۳٪ سلنه پانګه جلب کړې ده. د کاناډا په خالص کورني تولید کې د کانونو د ونډې له اړخه لسم هېواد او آسټرالیا څوارلسم هېواد پیژندل شوی3.

د کاناډا د کانونو په صنعت کې مهم حکومتي او ناحکومتي بنسټونه:

۱. د کاناډا د طبیعي زېرمو وزارت: د کاناډا د حکومت په چوکاټ کې د طبیعي زېرمو وزارت په دغه هېواد کې د کانونو، د انرژي د سکټور، د ځنګلونو او ژوند د چاپیریال اړوند چارو د مخکې بیولو مسؤلیت په غاړه لري4.

۲. د کاناډا د کانونو د رایستونکو ټولنه: د کاناډا د کانونو د رایستونکو ټولنه (PDAC) د څو لسیزو کاري سابقې په لرلو سره له ۷۰۰۰ څخه زیاتې د کانونو د موندلو (اکتشاف) او رایستلو (استخراج) کمپنیو د غړیتوب او اتحاد څخه جوړه شوې ده. د دغه ټولنې مرکز د کاناډا د تورنتو په ښار کې دی چې هر کال د مارچ په میاشت کې د کانونو په هکله نړیوال کنفرانس پرانیزي او د نړۍ له ۱۳۰ هېوادونو څخه د ۲۵۰۰۰ کسانو په شاوخوا کې ګډون کوي او په نوموړي کنفرانس کې د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخو کې مهم بحثونه او قراردادونه کیږي5.

۳. د کاناډا د کانونو د صنعت ټولنه: د ۱۹۳۵ کال څخه راپدیخوا د کاناډا د کانونو د صنعت ټولنه (Mining Association of Canada “MAC”) جوړه شوې چې د دې هېواد د کانونو د صنعت ملي غږ بلل کیږي. دغه ټولنه له خپلو غړو سره کار کوي او د کانونو صنعت ته په ملي او نړیواله کچه پراختیا او ترویج ورکوي. له حکومتونو سره په هغه پالیسي ګانو چې په دغه سکتور او د خلکو په ژوند او اقتصاد باندې اغیز لري ګډ کار کوي6.

۴. د منرالونو د پلټنې ټولنه: دغه ټولنه (Association of Minerals Exploration) د منرالونو د پلټنې او ګټې اخیستنې مشهوره ټولنه ده چې مرکز یې د کاناډا په بریټیش کلمبیا ولایت کې دی او په ۱۹۱۲ کال کې رامېنځته شوې. د منرالونو د پلټنې ټولنه د خپلو زرګونو غړو، چې د منرالو په پلټنه او استفادې کې بوخت دي، په کاناډا او د نړۍ په هره برخه کې له هغوی څخه نمایندګي، دفاع او د دوی د ګټو ساتنه کوي6.

درېیم) د کاناډا او افغانستان تر مېنځ راپیل شوې دوه اړخیزه همکاري:

په اوتاوا کې د افغانستان د سفارت په هڅو د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان څخه یو لوړپوړي دولتي پلاوي چې مشري یې د وخت د افغانستان د مالیې او کانونو سرپرست وزیرانو کوله د کاناډا د کانونو د رایستونکو ټولنې (PDAC) په کلني کنفرانس کې ګډون وکړ. په کنفرانس کې د نورو پروګرامونو تر څنګ د افغان پلاوي او د کاناډا د طبیعي زېرمو وزارت د مسئولینو تر مینځ دوه اړخیزې ناستې ته هم زمینه برابر شوه. د دغه ناستې د آجنډا یو مهم ټکی دا ؤ چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د طبیعي زېرمو د مدیریت په برخه کې دوه اړخیزه او څو اړخیزه اوږدمهاله همکارۍ رامېنځته شي. د سفارت د رهبرۍ په لارښوونو او د اقتصادي او انکشافي برخې د تلپاتې هڅو په پایله کې تر دې مهاله د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او د کاناډا د طبیعي زېرمو وزارت ترمېنځ د طبيعي زېرمو په برخه کې د معلوماتو د شریکولو (Information Sharing) په موخه دوه مجازي ناستې، چې لومړۍ یې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت او دویمه یې د جون په میاشت کې ترسره شوې. د کاناډا د طبیعي زېرمو وزارت، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د غوښتنې، اړتیاو او لومړیتوبونو سره سم بډایه معلوماتي پریزنټیشنونه آماده او وړاندې کړل.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې د سفارت لخوا سږ کال د کاناډا د کانونو پلټونکو او رایستونکو ټولنې (PDAC) په کلني کنفرانس کې د افغانستان د کانونو وزارت مجازي ګډون ته هم همغږي وشوه او په دغه کلني کنفرانس کې د افغانستان د لوړپووړو اړوند مسئولینو د ویډیويي پیغام د نشر لپاره زمینه برابره شوه.

د افغانستان د کانونو د سکټور لپار یو لړ عمومي سپارښتنې:

  • د افغانستان غرنیزې جغرافیې ته په کتو اړینه ده چې د کانونو د رایستلو او ګټې اخیستنې لپاره اړینو بنسټونه (Infrastructure) لکه د رېل پټلۍ، برېښنا او د دې تر څنګ د ژوند د چاپیریال اغیزمن کیدو ته هم پاملرنه وشي؛
  • د کانونو، منرالونو، فلزونو او تلپاتې پرمختیا په هکله د بین الحکومتي فورم (Intergovernmental Forum on Mining, Minerals, Metals and Sustainable Development)  او د دې برخې د نورو نړیوال معتبرو بنسټونو او سازمانونو د ظرفیت لوړونې او اړوند سپارښتنو (Capacity Building Programs and Recommendations) څخه اعظمي ګټه واخیستل شي8؛
  • د طبيعي زېرمو او په ځانګړې توګه د کانونو او منرالونو رایستلو په برخو کې په تخنیکي پوهه او ظرفیت لوړونه پانګونه؛
  • په کانونو کې د پانګونې اړوند حقوقي سندونه (قوانین) باید ساده، ثابت او داسې تدوین او تصویب شي تر څو پانګوال په ډاډه زړه وکولای شي په دغه مهم او دندې پیداکونکي (اشتغال زا) سکټور کې پانګونې ته وهڅېږي؛
  • له نړیوالو په ځانګړي ډول زمونږ د سیمې په کچه له معتبرو کمپنیو سره په دغه سکټور کې د پانګونې په موخه د اړیکو جوړول او هغوی ته د داسې پروژو وړاندې کول تر څو په افغانستان کې پانګونې ته وهڅیږي؛
  • په سیمه کې د طبیعي زېرمو د بډایه هېوادونو له حکومتونو او لویو کمپنیو سره په دغه برخه کې د پانګې د جلب او جذب په ګډو پروګرامونو لکه د نندراتونونو (Roadshows) په پرانستلو کار کول. دا پروګرامونه کیدای شي په هر دریو تر څلورو میاشتو کې او په مختلفو سکټورونو کې ترسره شي د مثال په توګه له قزاقستان، عربي متحده امارات او منګولیا هېوادونه او داسې نور؛
  • د کانونو رایستلو په برخه کې د دری اړخیزو همکاریو او مشارکت (Triangular) رامېنځته کول، د مثال په ډول د کاناډا، افغانستان او منګولیا یا کاناډا، افغانستان او قزاقستان هېوادونو تر مېنځ، دا ډول مشارکت کیدای شي د حکومتونو تر مینځ او هم د لویو کمپنیو تر مینځ رامېنځته شي؛
  • ډیری هېوادونه د مثال په توګه کاناډا طبیعي زېرمې د یو چتر لاندې مدیریت کوي چې په هغه کې د کانونو، اوبو او ځنګلونو مدیریت ټول راځي. غوره به وي چې افغانستان هم په دې هکله د پیاوړو هېوادونو سره په دغه لوی سکټور کې د دوه اړخیزه همکاریو د رامینځته کېدو لپاره کار وکړي. د کاناډا هېواد سره په دې برخه کې هڅې دوام لري، تمه ده چې په راتلونکي کې د همکاریو دوه اړخیز تفاهم لیک لاسلیک شي؛
  • د عرضې او تقاضا اصل په پام کې نیولو سره د هر هېواد د تقاضا سره سم د افغانستان د کانونو او منرالونو د تولیداتو لپاره بازار مونده؛

محمد عظیم وردګ، په اوتاوا- کاناډا کې د افغانستان د سفارت مستشار او د اقتصادي او انکشافي برخې مسئول دی.

  1. https://www.nrcan.gc.ca/sites/www.nrcan.gc.ca/files/emmc/pdf/10_key_facts_on%20Natural%20Resources%20Canads_2020_E.pdf
  2. . https://mining.ca/wp-content/uploads/2020/01/FF-English-Web-1.pdf

3.https://www.minescanada.ca/en/content/mining-canada-0

  1. https://www.nrcan.gc.ca/home
  2. https://www.pdac.ca/about-pdac
  3. https://www.mining.ca/

7.https://amebc.ca/about/committees/

8.https://www.igfmining.org/about/

Visits: 335

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.