د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر ایران د اسرائیل هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو موازینو او بشري حقونو د اصولو خلاف بللي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، نن او سبا د هېواد په شلو ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، پر ایران د اسرائیل د نن سهار بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو حقوقو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه بللی ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیل د بریدونو له امله د دغه هېواد د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي چارواکو او پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر ځينو تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو له امله د ایران هوايي حریم تر بلې خبرتیا د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
تهران کې د افغانستان سفارت د ایران له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتې افغان کډوالې کبرا رضايي قاتل ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
اسرائیلي چارواکي وايي، د ایران پر ځینو تاسیساتو یې بریدونه کړي او د ایران مذهبي مشر ویلي چې «صهیونیستي رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د راپورونو له مخې، سریلانکا کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، هېواد یې نه شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي خو یوازې دومره کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد وهڅوي څو کړکېچ کم کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بادغیس ولایت په مرکز قلعهنو کې د دوو قونونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني حل او پر دوستي بدله شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP