Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیل د بریدونو له امله د دغه هېواد د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي چارواکو او پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر ځينو تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو له امله د ایران هوايي حریم تر بلې خبرتیا د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
تهران کې د افغانستان سفارت د ایران له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتې افغان کډوالې کبرا رضايي قاتل ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
اسرائیلي چارواکي وايي، د ایران پر ځینو تاسیساتو یې بریدونه کړي او د ایران مذهبي مشر ویلي چې «صهیونیستي رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د راپورونو له مخې، سریلانکا کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، هېواد یې نه شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي خو یوازې دومره کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد وهڅوي څو کړکېچ کم کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بادغیس ولایت په مرکز قلعهنو کې د دوو قونونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني حل او پر دوستي بدله شوه.
د میدانوردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې او پراختیا په اړه خبرې کړې.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د کوچني اختر په څلورو ورځو کې په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان لا هم له جګړې څخه د پاتې شوو ماینونو او چاودېدونکو توکو د شتون له اړخه د نړۍ یو له خورا زیانمنونکو هېوادونو څخه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP