Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په بادغیس کې د ښځو د لاسي صنایعو ملاتړ په موخه د ځانګړي بازار له پرانیستلو سره هممهاله د دغه ولایت سیمهییز چارواکي له ښځینه متشبثینو د لا ډېر ملاتړ خبره کوي.
قلعۀنو (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغیس ولایت مرکز ته نږدې د کندلان سیمې ځیني اوسېدونکي په یاد ولایت کې مخابراتي خدمتونو ته له نه
قلعهنو (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): په تېرو دوو کلونو کې بادغیس کې ۸۰۰ شنېخونې جوړې شوې، اوس د دغو خونو مالکان له کرنې وزارته غواړي
د بادغیس سیمهییز مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې دغه ولایت کې د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د شخړو ۴۵ قضیې حل او فصل شوې دي.
په بادغیس ولایت کې د ښوونځيو ځيني زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت لري او له اړوندو ادارو غواړي څو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه لڼډکروزر موټر چپه کېدو پېښه کې ۵ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس یو شمېر درمل پلورونکي په دغه ولایت کې د ډاکټر له نسخې پرته د خلکو له لوري د ترامادول او پریګابلین روږدي کوونکو درملو د تقاضا او کارولو له زیاتوالي خبره کوي؛ خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدامات کړي دي.
په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.
په بادغیس کې ځیني له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې د درسونو ځنډېدلو په اړه اندېښمنې دي؛ د پوهنې برخې ځیني کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې دا ستونزه هواره کړي او د اسلامي حجاب په رعایتولو سره دې نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.
په بادغیس کې ځیني خصوصي د لوړو زدهکړو موسسې په روان کال کې د خپلو نوو محصلینو په شمېر کې له ۵۰ سلنې کمېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه وضعیت دوام به دوی له سقوط سره مخ کړي.
د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي د موسمي اورښتونو له امله د قلعهنو ښار د سیند ویجاړیو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او له مسوولینو غواړي، څو د دغه سیند د غاړو تحکیماتي چارې دې پیل کړي.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنګ اتش ولسوالۍ کې يو تن خپل ځان ويشتلی او وژل شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن