بادغیس کې د اوبو د وېش پر سر شخړه کې یو بزګر وژل شوی
په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.
په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.
په بادغیس کې ځیني له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې د درسونو ځنډېدلو په اړه اندېښمنې دي؛ د پوهنې برخې ځیني کارپوهان له اسلامي امارته غواړي چې دا ستونزه هواره کړي او د اسلامي حجاب په رعایتولو سره دې نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.
په بادغیس کې ځیني خصوصي د لوړو زدهکړو موسسې په روان کال کې د خپلو نوو محصلینو په شمېر کې له ۵۰ سلنې کمېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه وضعیت دوام به دوی له سقوط سره مخ کړي.
د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي د موسمي اورښتونو له امله د قلعهنو ښار د سیند ویجاړیو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او له مسوولینو غواړي، څو د دغه سیند د غاړو تحکیماتي چارې دې پیل کړي.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنګ اتش ولسوالۍ کې يو تن خپل ځان ويشتلی او وژل شوی دی.
بادغیس کې یو شمېر مالداران د څارویو بیو لوړېدو او د بازار نشتوالي ته یې په اشاره له مسوولینو غواړي څو د څارویو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
په باغیس کې یو شمېر پر رواني ناروغیو اخته کسان په دغه ولایت کې د رواني درملنې مرکزونو له نشتوالي شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف دفتر یو ساتونکی د خپلې وسلې په سهوي ډز وژل شوی دی.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت د تاریخي ابداتو بیارغولو باندې پر ټینګار سربېره وایي، تر اوسه یې ۳۰ کسان د تاریخي ابدو د کیندلو په تړاو د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نیولي دي.
د بادغیس ځيني کروندګر سږني موسمي اورښتونو ته خوښ دي او وایي، دغه اورښتونه د دوی پر حاصلاتو ښه اغېز لرلی شي.
په بادغیس ولایت کې د تېر کال له سېلاب او زلزلهځپلو کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه او په نورستان کې له ۷۰۰ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو توکو…
په بادغیس ولایت کې دوه ځوانان د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي او یوې پېغلې ځوان وژنه کړې ده. د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا احمد جان حنظله د سلواغې په ۲۵مه،…
د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې یوه پوسته کې له پخوا پاتې شوي نارنجک د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی دی.
د بادغیس ولایت د قادس ځيني اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د معیاري روغتیايي خدماتو او روغتون له نشتوالي شکایت لري.
د روان کال په ژمي کې په هېواد کې کمسارې يخنۍ د لسګونو کسانو ژوند واخیست او زرګونه څاروي يې هم له منځه یووړل؛ عبدالسلام او عبدالباقي په بادغيس ولايت کې د دغې یخنۍ دوه قربانيان دي چې کورنۍ يې د سختې بېوزلۍ او سږنۍ يخنۍ کیسه کوي.
د بادغیس ځيني سینماګران له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي؛ بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایي، هغوی چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي ملاتړ یې کوي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دوی یوه پولیس د خپلې وسلې په خطايي ډز ژوند له لاسه ورکړی دی. د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې…
په بادغیس کې یو شمېر درملپلورونکي د ډاکټرانو له خوا پر شفري نسخهلیکنې نیوکه کوي او وایي، دا چاره حتی د ناروغانو د ژوند په بیه تمامېدلای شي.
بادغیس کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د دوو ځوانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر کتابپلورونکي د کتابونو د پلور بازار کمرنګه کېدو خبره کوي؛ خو کارپوهان وایي چې له کتابونو څخه استفاده نه کول د ټولنې د وروسته پاتېوالي لامل ګرځي او ناوړه پایلې لرلی شي.
په بادغیس ولایت کې ځیني معلولین چې کافي سواد او تحصیلي اسناد هم لري، د سختو کارونو ترسره کولو کې خپلې ناتوانۍ ته په اشارې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوی.
په بادغیس کې ځيني مالداران د هوا په سړېدو سره د خپلو څارویو د له منځه تلو او د زیانونو اوښتو خبر ورکوي وایي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، ډېر څاروي به یې له منځه لاړ شي.
د بادغیس د والي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سختي یخنۍ له امله څلور ماشومان او یو ځوان مړه شوي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د بادغیس د والي…