Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر خلک او ناروغ لرونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په ځینو خصوصي روغتونونو کې یوازې پر لوحو د متخصص ډاکټر نوم لیکل شوی، خو خپله ډاکټر نه وي.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
تالقان (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ۶۰ کلن مینګمحمد له ۳۳ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ لرې د تخار – کندوز پر عمومي سړک
په تخار کې د سرو او سپینو زور ځیني پلورونکي په ټولنه کې بيوزلي او اقتصادي ستونزې د خپل کاروبار پیکه کېدو لامل ګڼي او وايي، د پخوا په پرتله د ګاڼو د پلور کچه ۶۰ سلنه ټیټه شوې ده.
تخار کې یو شمېر زرګران د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نن سهار دوه وسلهوال د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوې زرګرۍ ننوتل او د درې میلیون افغانیو په ارزښت سره زر یې یووړل.
د تخار امنیتي مسوولین د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ او دغهراز خبرداری ورکوي، هر ملکي او نظامي کس چې د اختر ورځو په خوښۍ کې ډزې وکړي، نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.
د تخار ولایت یو شمېر ځوانانو د چاپېریال ساتنې او د دغه ولایت لرغونو سیمو ته د ډېرو سیلانیانو جلبولو په موخه په فرخار او ورسج ولسوالیو کې پر دېوالونو د نقاشۍ چاره پیل کړې ده.
د تخار ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو پروژو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵ زره کسان د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
په تخار کې یو شمېر لوستي ځوانان په دولتي ادارو کې په حکمي ډول د ګومارنو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د حکمي ګومارنو دوام به د ځوانانو د غیرقانوني کډوالېدو او له زدهکړو سره د دوی د لېوالتیا کمېدو لامل شي.
په تخار کې د یو شمېر خصوصي لوړو زدهکړو موسسو مسوولین د زدهکړیالانو له لوري د تحصیل پر پرېښودو اندېښنه ښيي او وايي، د دغه ولایت په خصوصي پوهنتونونو کې د زدهکړیالانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی دی.
د تخار یو شمېر بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د لارو خرابوالي له امله یې هر کال محصولات له منځه ځي او یا یې په ارزانه بیه پلوري.
اړینو روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د تخار یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو له شکایت وروسته، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لرو پرتو سیمو د تخار مرکز ته د ناروغانو لېږدولو په موخه د پنځو مجهزو امبولانسونو د وېش خبر ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن