Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د اپریل ۲۲مې پېښه غندلې او غوښتنه یې کړې چې هند او پاکستان دې له پوځي نښتو ډډه وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت «د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې ویلي چې ا.ا ته سیمهییز ثبات او امن مهم دی او هڅه به یې دا وي چې دا شخړه له سولهییزې لارې هواره شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي چې د کره معلوماتو له مخې، ښايي هند د راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په اوږدو کې د «پلهګام پېښې په پلمه» د پاکستان پر وړاندې نظامي ګام پورته کړي.
د هندي رسنيو د راپور له مخې، د هند د کلکتې ښار په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد دې افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته دې ویزو ورکړه بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د هند پولیسو اعلان کړی چې کشمیر کې پر ګرځندویانو د وسلهوالو کسانو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
ټاکل شوې د هند کرکټ غورهليګ (ایپياېل) شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.
ټاکل شوې نن په متحده عربي اماراتو کې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پایلوبه د نیوزلېنډ او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
هندي رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستانه د هند واردات ډېر خو د هغه هېواد صادرات بیا افغانستان ته کم شوي دي.
د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې د رېلګاډي یوه تمځای کې د ډېرې ګڼېګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
هندي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د «ماها کومب» په نوم لوی جشن کې د خلکو د ډېرې ګڼېګوڼې له امله اووه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP