د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو اړوند یو موټرچلوونکی د هغې ترافیکي پېښې په تړاو چې دوه ماشومانې پهکې مړې شوې وې، نیول شوی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د خوست امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د جوزجان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان امینه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د زوم او ناوې په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سیمهییز مسوولین وایي چې پروان او پنجشېر ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د قرهباغ او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دي.
جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجه دوکو ولسوالۍ کې د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځايي مسوولین وايي، د فیضاباد – بهارک پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.