غزني کې د عاشورا د دوو ماتمکوونکو وژل کېدل؛ مسوولین: د پېښې څېړلو لپاره ګډ پلاوی ټاکل شوی
غزني کې تېره ورځ د عاشورا مراسمو پر مهال دوه کسان وژل شوي خو ځايي حکومتي مسوولین وايي چې د دې پېښې څېړلو لپاره یې ګډ پلاوی ټاکلی څو عاملین یې معلوم او د…
غزني کې تېره ورځ د عاشورا مراسمو پر مهال دوه کسان وژل شوي خو ځايي حکومتي مسوولین وايي چې د دې پېښې څېړلو لپاره یې ګډ پلاوی ټاکلی څو عاملین یې معلوم او د…
غزني کې ځایي چارواکي وایي چې د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی د اوبو بندونو د تخنیکي ستونزو ارزونې او هواري په موخه دغه ولایت ته ورغلی دی. د غزني ولاړو اوبو ریيس مولوي…
غزني کې ځایي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ویجاړونکي سېلابونه راوتلي چې له امله يې سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې…
د غزني د ترافیکو مدیریت وایي، په دغه ولایت کې نور هغه کسان د موټرسایکل چلولو اجازه نه لري چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم او د چلولو جواز یې نه وي.
د غزني د مرکز بېلابېلو سيمو قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته کورنۍ له زوم څخه د لوړ ولور او د واده ډېرو لګښتونو په نوم د پيسو اخيستو حق نه لري.
پکتیا کې د ۱۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت سربند جوړ شوی، په غزني او نورستان کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې.
د غزني ځايي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې اوس هم ځیني کسان د لرغونو سیمو او ځمکو د غصب هڅه کوي خو زیاتوي چې د دغه کار مخنیوي برخه کې یې جدي اقدامات کړي او څوک نه پرېږدي ځمکې غصب کړي.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې یوه ځوان هوډ کړی چې د خپلې سیمې جناباد لومړني ښوونځي لپاره په خپل مټ او شخصي لګښت ودانۍ جوړه کړي.
په غزني کې د ۲۴ جوړو ډلهییز واده مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
غزني کې د سلطان او سردې اوبو بندونو ته په لومړي ځل کښتۍ وروړل شوې خو هلته یو شمېر ورغلي کسان وايي، په دغو بندونو کې د پانګونې ترڅنګ باید د ژوند خوندیتوب لپاره وسایل هم باید په پام کې ونیول شي چې اوس نشته.
په غزني کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.…
د غزني د ګېرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په دېسي او بډي سیمو کې هیڅ ښوونځي نشته او ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
غزني کې امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.
د غزني د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د باغچري بند له اوبو ډک شوی او د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره باید د دغه بند اوبه ور خوشې شي.
غزني کې یو شمېر بڼوال وايي، د دوی د مڼو، زردالو، شفتالو او ځینې نورې مېوهلرونکې ونې پر یو ډول ناروغۍ اخته شوې او حاصلات یې زیانمن کړي دي.
د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ۴۵۰ کیلوګرامه قاچاقکېدونکي چرس او ورسره په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د غزني اندړو اړوند سردې بند کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې یو کس وژل شوی دی. د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل،…
د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د رغولو لپاره یې اقدام وکړي.
غزني کې نن له ۵۰۰ بزګرو او په فراه کې له ۱۶۸۹ کوچیانو سره د نغدو پیسو او کرنیزو توکو مرسته وشوه.
د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي، د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره اړ دي چې بلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د غزني امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي چې په کې د اسلامي امارت له نومه په استفادې د عامه نظم یو شمېر اخلالوونکي هم شامل دي.
د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د لس میلیون ډالرو په لګښت د «سعد ابن ابي وقاص اسلاميه دارالعلوم» په نوم یو علمي کمپلکس جوړېږي چې د تخصص تر کچې به دیني زدهکړې پکې ترسره کېږي.