کابل کې د چین سفارت افغان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیلوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفارت د غویی په ۱۳مه افغان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیلوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفارت د غویی په ۱۳مه افغان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیلوي.
د کابل ژوبڼ یو شمېر لیدونکي د دغه تفریحي ځای له شتون او امنیت له ټینګښته یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم تفریحي ځایونه جوړ کړي.
په کابل کې یو شمېر موټرپلورونکي وایي، د حکومت له لوري ښي لاس یو کیلي موټر ته د اسناد ورکولو له اعلان وروسته د افغانستان لاس موټرو پلور کم شوی او د پخوا په پرتله يې بيې هم ټيټې شوې دي.
د کابل يو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د تېلو له ټيټ کيفيته شکايت کوي چې د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېر يوه کال کې يې زر ټانکره بېکيفيته تېل بېرته اړوندو هېوادونو ته ور ګرځولي دي.
د قطر هېواد ۶۰ ټنه مرسته شوي مواد چې خوراکي توکي، جامې او قرطاسیه په کې شامل دي، کابل ته راورسېدل. په افغانستان کې د قطر سفارت له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په…
په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولین د مراجعینو شمېر ته په پام سره د روغتیايي پرسونل کمښت یوه جدي ستونزه بولي خو په ورته مهال وایي، په دغه روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات له ۲۰ تر ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.
اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، هغه فابريکي او شرکتونه چې په کابل ښار کې معدني اوبه او غیرالکولي مشروبات تولیدوي، د اوبو ټولې اړتیاوې دې د ټانکرونو په مرسته له کابل ښاره بهر د اوبو له…
تېره اونۍ، یوناما د م.م په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ناقانونه وباله، د سمرقند غونډې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د قطر ناستې بیا افغانستان کې د…
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د روان کال په اوږدو کې د ټول هېواد په کچه ۸۲ بېلابېلې پروژې پلې کوي. د یاد شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل نن په کابل…
د سرپرست حکومت له لوري دوه نوي مرستیال والیان، د تورخم دروازې کمیسار او د غزني اندړو ولسوالۍ ته نوی ولسوال ټاکل شوي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن په خپله ټوېټرپاڼه کې…
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان په رسمیت نه پېژندل، د سوداګرو او پانګهوالو فعالیت برخه کې سترې ننګونې رامنځته کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ…
ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي او د بېلابېلو مسایلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وکړي. په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر وایي، د دغه…
په کابل ښار کې د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړولو چارې د ۳۷۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
په کابل ښار کې د غالۍمینځلو کارخونو مالکان وايي، د کوچني اختر په رارسېدو سره یې کارونه څلور برابره ډېر شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د کابل ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي دي.
د کابل د خصوصي ښوونځیو اتحادیه وایي، له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په کابل کې د ۱۳۰۰ ښوونځیو له ډلې ٢٤٠ یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر ویلي چې د متفاوتو نظرونو له شتون سره سره یې هېواد له افغان چارواکو سره د تعامل پلوی دی.
له یوې میاشتې راهیسې کابل ته د بشري مرستو رارسېدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د افغانستان بانک یوه سرچینه وایي چې وړمه ورځ د مرستو څلوېښت میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده.
کابل ښاروالي وایي، یو شمېر کسانو په ناقانونه توګه د سړک پر غاړو د موټرمینځلو ګرځنده ماشینونه فعال کړي او د سړکونو ژر ویجاړېدو سبب ګرځېدلي چې دوی یې له ښاره د ټولولو هوډ کړی دی.
د میدانوردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی (حامد یمین) ناپېژاندو وسلهوالو له خوا د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
په کابل ښار کې یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونه له بېوزلو سره د مرستې په موخه ځينې ورځې وړیا خدمتونه وړاندې کوي؛ شنونکي دغه کار نیک ګام او بشرپالنه بولي او له نورو شخصي کلینیکونو هم د ورته اقداماتو ترسره کولو غوښتنه کوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې شپږ کسان له خلکو د باج اخیستلو په تړاو نیولي دي.