ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په نږدې کېدو سره کابل کې د غالۍ‌مینځونکو کار ښه شوی

د اختر په نږدې کېدو سره کابل کې د غالۍ‌مینځونکو کار ښه شوی

author avatar
13 Apr 2023 - 14:14
د اختر په نږدې کېدو سره کابل کې د غالۍ‌مینځونکو کار ښه شوی
author avatar
13 Apr 2023 - 14:14

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې د غالۍ‌مینځلو کارخونو مالکان وايي، د کوچني اختر په رارسېدو سره یې کارونه څلور برابره ډېر شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د غالۍ‌مینځلو کارخونې جوړې شوې او لا هم د زیاتېدو په حال کې دي؛ دغه کارخونې ان پر ټولنیزو پاڼو ځان ته بازارموندنه کوي چې د نوي کال او اختر په نږدې کېدو سره یې کارونه غوړېږي.

د کابل ښار په څلورم مکروریان سیمه کې د «قالین شویی پاکیزه مکروریان» کارخونې مدیر عبدالحمید جبارخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کارخونه پنځه کاله مخکې جوړه شوې او ۳۵ کسان پکې کار کوي.

هغه وايي، په وروستیو کلونو کې یې کار ښه شوی، خو د اختر او نوي کال په ورځو کې نور هم غوړېږي؛ ځکه ډېری خلک د دغو ورځو لمانځلو لپاره خپل کورونه پاکوي او خپلې غالۍ مینځي.

نوموړي زیاته کړه: «د اختر ورځو په رانږدې کېدو سره زموږ غالۍ مینځونکو کار زیاتېږي، کاریګر مو په دوو شفټونو کې کار کوي.»

د هغه په خبره، دا مهال هره ورځ شاوخو ۳۰ غالۍ د مینځلو لپاره ورته راوړل کېږي، په داسې حال کې چې په عادي ورځو کې د ورځې شاوخوا ۷ غالۍ ورته راوړل کېدې.

جبارخېل وایي: «پېرودونکي موږ ته زنګ وهي، فرمایش یې اخلو او غالۍ له مینځلو او وچولو وروسته د دوی کور ته وروړو.»

د هغه په وینا، که څه هم د مینځونکي توکو بیې د تېرو کلونو په پرتله لوړې شوې خو هغوی د خپلو خدمتونو بیې نه دي لوړې کړې او د پخوا په شان له خپلو پېرودونکو له یو مترمربع وطني غالۍ څخه ۱۰۰ افغانۍ، له یو مترمربع ترکي او ایراني غالۍ ۵۰ افغانۍ او له یو متر مربع موکت فرش څخه ۳۰ افغانۍ اخلي.

په ورته وخت کې، د یادې کارخونې د کارکوونکو مشر د خپل کار په اړه وایي: «په لومړي ګام کې غالۍ له خاورو څخه پاکوو، له هغې وروسته په مینځونکو توکو مینځل کېږي او له وچولو وروسته اوتو کېږي او پېرودونکو ته یې انتقالوو.»

همداراز په سابقه تایمني سیمه کې د «قالین شویی سروش» یوه شاګرد محمدناصر هم د اختر په رارسېدو سره د فرمایشونو له ډېرېدو خوښي څرګندوي.

هغه زیاته کړه: «د اختر په رارسېدو سره خلک د خپلو کورونو په پاکولو پیل کوي، په دغو ورځو کې د ورځې تر ۵۰ غالۍ موږ ته د مینځلو لپاره راوړل کېږي، په داسې حال کې چې په عادي ورځو کې له لسو کمې راوړل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، هغه غالۍ چې د مینځلو لپاره ورته وړل کېږي په دوو ورځو کې وچېږي او بېرته مشتریانو ته سپارل کېږي.

په ورته وخت کې، د کابل ښار په ترافیک څلورلارې سيمه کې د صدف غالۍ مینځلو کارخونې مالک محمدعلي حیدري هم وایي چې اوس یې کار نږدې څلور برابره ډېر شوی دی.

د هغه په وینا، اوسمهال د ورځې شاوخوا ۳۵ غالۍ د مینځلو لپاره سفارش لري، په داسې حال کې چې په عادي ورځو کې دا شمېر ۸ ته رسېږي.

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، دوی ډېری فرمایشونه په انلاین بڼه ترلاسه کوي، وویل: «موږ خپله د پېرودونکو غالیو پسې ځو، ځکه ډېری پېرودونکي مو په اپارټمانونو کې ژوند کوي او د اپارټمان له پورتني پوړ څخه یې کوزول ستونزمن کار دی؛ نو موږ ته زنګ وهي او موږ د غالۍ لېږد خدمات وړیا وړاندې کوو.»

ښاریان د غالۍ‌مینځلو کارخونو له جوړېدو خوښ دي.

د کابل ښار درېیم مکروریان اوسېدونکی حسیب‌الله امیر چې د کور غالۍ یې د مینځلو لپاره راوړې، د داسې کارخونې له جوړېدو خوښ دی. هغه وايي چې د کورنیو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، له څو کلونو راهیسې د کور غالۍ د مینځلو لپاره د کابل ښار مکروریانو سیمه کې د غالۍ مینځلو کارخونې ته راوړي، زیاته کړه چې غالۍ د کور په پرتله، په کارخونه کې ښې مینځل کېږي.

همداراز د کابل ښار د قلعه زمان خان اوسېدونکې وجیهه هم د غالۍ‌مينځلو کارخونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي: «له څو کلونو راهیسې زما خاوند غالۍ د مینځلو لپار غالۍ مینځلو ته وړي، د غالۍ مینځلو کارخونو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړې دي.»

نوموړې وویل چې د روماتیزم ناروغۍ لرلو له امله نه شي کولی غالۍ په کور کې ومینځي.

Visits: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.