منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د احمد ولي کرزي په نوم د فوټبال پيل شوې سيالۍ کندهار لوبډلې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کندهار ( پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٠ ) : د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې د احمد ولي کرزي په نوم د فوټبال پيل شوې سيالۍ د دې ولايت د الف منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

 يادې شوې سيالۍ شپږ ورځې مخکې پيل شوې وې، چې پکې د کندهار د الف او ب منتخبو لوبډلو تر څنګ د فراه ولايت او د پولې د هغې غاړې چمن ښارګوټي د فوټبال لوبډلو برخه اخيستې وه.

د کندهار ولايت د ورزش آمر محمد الله ګلالي د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ټورنمنټ پايلوبه تېره ورځ ماښام د کندهار د الف او ب لوبډلو تر منځ وشوه، چې يو په يو مساوي پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه، د لوبې په پيل کې د الف لوبډلې لوبغاړو ب لوبدلې ته يو ګول ورکړ، خو د لوبې په دويمه نيمايي کې ب لوبډله هم وتوانېدله، چې الف لوبډلې ته يو ګول ورکړي او په دې توګه لوبه يو په يو برابره شوه.

د نوموړي په وينا، د پايلوبې تر مساوي کېدو وروسته د ټاکل شوي جدول د نومرو له مخې، د کندهار الف لوبډلې لومړى، د فراه ولايت منتخبې لوبډلې دويم او د کندهار ب لوبډلې درېيم مقام تر لاسه کړ.

د سيالۍ په پاى کې پر غوره لوبغاړو جايزې هم ووېشل شوې، چې د کندهار د ورزش د آمريت له لوري برابرې شوې وې.

د کندهار ولايت د فوټبال لوبغاړي د ورزش له امريت څخه خوښ دي، چې د هغوى لپاره دغه راز سيالۍ جوړې شوې وې، خو  دوى د ورزشي وړتياوو د لوړولو لپاره د تجربه لرونکيو روزونکيو غوښتنه کوي.

د کندهار د فوټبال لوبډلې يوه لوبغاړي عبدالسميع غيرتمل پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کندهاري لوبغاړي د روزنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، ځکه هغه ټرېنران، چې موږ ته روزنه راکوي، د فوټبال د نويو تاکتيکونو او تخنيکونو سره بلدتيا نه لري.))

هغه د ورزش له امريت څخه وغوښتل، چې د فوټبال په برخه کې د دوى ښې روزنې ته پاملرنه وکړي.

د کندهار د ورزش آمر محمد الله ګلالى وايي، چې د فوټبال د لوبغاړو د روزنې لپاره د مسلکي روزونکيو په لټه کې دى.

هغه وويل، چې په کندهار کې د ايران د قونسلګرۍ مسوولينو ورسره ژمنه کړې، چې په نژدې راتلونکي کې به ورته له خپل هېواد څخه د فوټبال لوبې روزونکي راولېږي.

په کندهار کې د فوټبال مينه وال وايي، چې که د دې ولايت لوبغاړو ته د فوټبال په برخه کې ښه روزنه ورکړل شي، نو په دې برخه کې به لا ډېرې برياوې تر لاسه کړي.