ژبه

د واورې ورېدو له امله بندې شوې لارې د فوايد عامې وزارت له خوا خلاصېږي

عبيدالله خروټى

۴ لړم ۱۳۹۰ - ۱۸:۳۰

۱۴۸ کتنې

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٠): سږ کال په ٢٤ ولايتونو کې د واورې ورېدو له امله بندې شوې لارې د فوايد عامې وزارت له خوا خلاصېږي.

د فوايد عامې وزارت د ټرانسپورټي بنسټيزو زېرمو د ساتنې او ودانيزو چارو مرستيال ډاکټر احمدشاه وحيد نن  (د لړم ٤مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه کار د ٢٤ ولايتونو په ٢٦٠ سيمو کې ترسره کېږي.

نوموړي وويل، چې د دغه کار لپاره دوى د ياد شوي وزارت له بوديجې څخه ١٧٠ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د مرستيال په خبره، د دې پروژې لپاره دوى شپږ مياشتې مخکې چمتووالى نيولى وو او د واورو له ورېدو سره سم به په کار پيل وکړي.

د فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې په ژمي کې ٢٢٤ کيلومتره لاره د واورو ورېدو له امله بندېږي.

د يادونې وړ ده، چې د ژمي په موسم کې د هېواد په زياتره شمالي او يو شمېر نورو ولايتونو کې د واورو د ورېدو له کبله لارې بندېږي او د خلکو په تګ راتګ کې ستونزې پيدا کېږي.

په ځانګړي ډول په سالنګونو کې داسې ډېرې واورې ورېږي، چې ډېر وختونه د تلفاتو لامل هم کېږي؛ تېر کال د سلواغې په ١٩مه، په سوېلي سالنګ کې د واورې د ښويېدو او سخت توپان له امله نږدې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.