ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو يو سرګروپ ونيول شو

د طالبانو يو سرګروپ ونيول شو

author avatar
29 Oct 2011 - 15:05
د طالبانو يو سرګروپ ونيول شو
author avatar
29 Oct 2011 - 15:05

 فيض اباد(پژواک دلړم ٧مه٩٠): د بدخشان ملي امنيت رياست د طالبانو يو سرګروپ ،چې په فيض اباد ښار کې يې د ورانکارو بريدونو پلان درلود، ونيو.

د بدخشان دملي امنيت رياست يوې سرچينې ،چې دنوم له اخيستو څخه يې ډډه کوله،پژواک ته وويل چې ددې رياست منسوبينو تېر مازيګر له فيض اباد ښار څخه د طالبانو يو سرګروپ له يوه ريموټ کنټرول ماين،يوې بطرۍ او يو شمېر اسنادو سره نيولى دى.

 سرچينې زياته کړه،چې ملاعبدالله دياد ولايت ديفتل ولسوالۍ اوسېدونکى او ددې ولايت په ځينو چارواکيو د  بريدونو د پلان کولو لپاره فيض اباد ښار ته راغلى و.

 د سرچېنې په وينا، ياد تن مخکې هم ددې ولايت د ملې امنيت د موظفينو له لوري  له ٢١ قلمه چاودېدونکيو توکيو سره نيول شوى و، خو وروسته په کابل کې خوشې شو.

 يادې امنيتي سرچينې، دغه تن ددې ولايت د پخواني  امنيه  قوماندان ، جنرال اقانور په موټر کې په چاودنه  کې ښکېل ګڼلى او ويې ويل،چې په څو نورو ورانکارو کړنو کې يې هم لاس درلود.

 سرچينې په دې اړه، د نورو جزيياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه .

  احمدجان وويل: (( پرون مازيګر ٥ بجې دملي امنيت  ځواکونو دفيض اباد چوک سيمه ولکه کړه او ميوه  پلورونکيو ته څېرمه يو پګړۍ لرونکى تن يې ونيو او له ځانه سره يې بوت.))

طالبانوتر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.