کابل (پژواک ۱۵ لړم ٩٠): د افغانستان تر ٢٥ کلونو د کم عمرو کرکټ ملي لوبډلې د سارک د غړو هېوادونو د اتلولۍ د سياليو په نیمه پای لوبه کې له سریلانکا څخه ماتې وخوړه.
د کرکټ دا شل اوريزې لوبې د سوېلي اسيا د همکاريو سازمان (سارک) د غړو هېوادونو تر منځ تر ٢٥ کلونو د کم عمرو لوبډلو تر منځ تیره اونۍ په مالديپ هېواد کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې يوه روزونکي رييس احمدزي له مالديپ څخه د دې لوبې په هکله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نننۍ سیالۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او په ۱۶ اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
نن په بله نیمه پای لوبه کې پاکستان کوربه هیواد مالدیپ ته لویه ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه. ټاکل شوې ده چې سبا به د پاکستان او سریلانکا ترمنځ پای لوبه ترسره شي.
افغانستان ددې سیالیو په ګروپي سیالیو کې مالدیپ او بوټان ته مالدیپ ته ماتې ورکړه.
د سوېلي اسيا د هېوادونو د همکاريو سازمان (سارک) په ١٩٨٥ کال کې رامنځته شو او اته هېوادونه افغانستان، هند، پاکستان، مالديپ، بنگله دېش، نيپال، سريلانکا او بوتان غړيټوب لري.
افغانستان په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د ياد سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.
د يادونې ده، چې د سارک سازمان له جوړېدو وروسته دا لومړى ځل سيالۍ دي، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.










