غزني (پژواک ٥ ليندۍ٩٠): افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد د پروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزى د غزني له چارواکو سره د دې پروسې په دويم پړاو کې د غزني ښار د شاملولو په موخه په سلا مشورو لګيا دى.
نوموړي څو شېبې مخکې د غزني له والي موسى خان اکبر زاده سره په ګډه خبري ناسته کې د افغان ځواکونو وړتيا ښه و ارزوله او د امنيت د ټينګښت لپاره يې اماده وبلل.
ډاکتر اشرف غني احمدزي زياته کړه، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې خپل هېواد پر خپله ساتلى او اوس هم د دې وړتيا لري، چې د خپل کور امنيت پر خپله وساتي.
هغه زياته کړه، چې د امنيتي مسووليت د لېږد په دويم پړاو کې د شامليدونکو ولايتونو او ښارونو نوملړ به سبا ته د ولسمشر له لوري په کابل کې اعلان شي.
ډاکتر اشرف غني احمدزى، ورسره مل پلاوى او په ولسي جرګه کې د غزني دوه استازي نن په جلا جلا توګه له امنيتي چارواکو، ولسوالانو، قومي مشرانو او د ځوانانو له استازو سره خبرې کوي.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده په دې ناسته کې وويل، چې په غزني کې ټول امنيتي ځواکونه دې ته تيار دي، چې د خپل ښار امنيت پر خپله وساتي.
هغه زياته کړه، چې تر دې مخکې هم د ښار امنيت د افغان ځواکونو په لاس کې و او اوس هم افغان ځواکونه دې ته چمتو دي، چې د ښار امنيت خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د سيمه ييزو ادارو مشر عبدالخالق فراهي هم د امنيتي حالت د ارزونې په موخه غزني ته راغلى او د غزني امنيتي حالت يې ډاډمن ارزولى و.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن