کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د ايساف وياند وايي چې پر پاکستانيو سرتېرو د ناټو د هوايي بريد په اړه روانې څېړنې تر اوسه پاى ته نه دي رسېدلي.
د روانې اونۍ په پيل کې (د ليندۍ په پنځمه) په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو دوو چورلکو د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د مومندو ايجنسۍ په سيمه کې پر دوو پاکستانيو پوستو بريد وکړ، چې له امله يې ٢٤ پاکستاني سرتېري ووژل شول او ١٣ نور يې ټپيان کړل.
پاکستان پر دې بريد سخت غبرګون وښود او په اسلام اباد کې يې د امريکا سفير احضار کړ، په واشنګټن کې يې امريکا او په بروکسل کې يې ناټو ته شکايت وکړ. دغه راز د پاکستان استازي پرون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته هم په دې اړه يو ليک وړاندې کړى دى.
همداراز د پاکستان د وزيرانو شورا نن پرېکړه وکړه، چې د ايساف د ياد شوي بريد په غبرګون به د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې هم ګډون نه کوي.
د ايساف ځواکونو وياند کارسټن جکوبسن (Carsten Jacobson) نن (د ليندۍ ٨مه) په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې تراوسه د ايساف ځواکونو له خوا پر پاکستانيو سرتېرو د بريدونو په اړه هېڅ نه شي ويلى، چې ولې او څنګه رامنځ ته شوي دي؛ خو له څېړنو وروسته به هر څه په ډاګه شي.
نوموړي وويل، چې د دغې پېښې څېړنې په افغانستان کې د ايساف ځواکونو قوماندان جنرال جان الن تر جدي پاملرنې لاندې دي او ټينګار کوي چې دا موضوع په پراخه کچه تر څېړنې لاندې ونيول شي.
د هغه په وينا، دغه عمليات چې پاکستانيو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، د ايساف او افغان کومانډو ځواکونو له خوا ترسره شوي؛ خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
د ايساف وياند په دې اړه، چې تر بريد لاندې راغلې پوستې د افغانستان په خاوره کې دي، وويل چې د ډېورنډ کرښه تراوسه په واضح ډول نه ده معلومه او د عملياتو پرمهال تر يو کېلومټرو پورې څوک نه پوهېږي، چې د پاکستان په خاوره کې دى که د افغانستان؟
ده زياته کړه، چې د پاکستان له خوا د ناټو پر اکمالاتي موټرو اوس هم لاره بنده ده او ناټو هم د پاکستان د کراچۍ بندر له خوا اکمالات د موقت وخت لپاره درولي دي.
همداراز په دې خبري غونډه کې په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند ډامينيک مډلي وويل، چې دوى د ولسمشر حامد کرزي له خوا افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د دويم پړاو د اعلان هرکلى کوي.
ولسمشر حامدکرزي وړمه ورځ (د ليندۍ ٦مه) د هېواد د ملي امنيت شورا په غونډه کې، د امنيت د لېږد د دويم پړاو منظوري ورکړه او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اړوندې سيمې اعلان شوې.
وړمه ورځ د ملي امنيت شورا له خوا د امنيت د لېږد په دويمه پروسه کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ١٨ سيمې اعلان شوې، چې په کې ولايتونه، ښارونه او ولسوالۍ شاملې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ولايتونو کې بلخ، ډايکنډي، تخار، سمنګان، کابل او نيمروز ولايتونه به په بشپړه توګه د لېږد د پروسې په دويم پړاو کې شامل شي.
دغه راز په ښارونو او ولسواليو کې د بدخشان ولايت د شهر بزرګ، يفتل سفلي، ارغنج، بهارک، تشکان، کشم او اورګو ولسوالۍ، د بادغيس ولايت د اب کمري ولسوالۍ، د هلمند ولايت د ناوې، نادعلي او مارجې ولسوالۍ، له شينډنډ، اوبې او چشت شريف پرته د هرات ولايت ټولې ولسوالۍ، د لغمان قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار د بهسودو، کوز کونړ، کامه او سره رود ولسوالۍ، له شينواري او سياه ګرد پرته د پروان ولايت ټولې ولسوالۍ، له صياد پرته د سرپل ټولې ولسوالۍ او د ميدان وردګو ولايت د حصه اول بهسود، جلرېز او د بهسود مرکز به د لېږد په دويم پړاو کې شامل واوسي.
د ناټو ملکي وياند زياته کړه، چې د دويم پړاو په پلي کېدو سره به د هېواد د وګړو پنځوس سلنه برخه به د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې تر پوښښ لاندې راوستل شي.
د ده په خبره، د مسووليتونو د لېږد پروسه د مهال وېش له مخې پر مخ ځي او ناټو د ولسمشر کرزي له خوا ټاکل شوي هدف ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو تر ٢٠١٤ کال پورې افغانان په ټول هېواد کې د امنيتي چارو مسووليت پر غاړه واخلي.
د ناټو د ملکي وياند په وينا، ناټو ډاډ لري چې تر ٢٠١٤ کال پورې به د لېږد لړۍ په برياليتوب سره ترسره شي او له هغې وروسته به هم د نړيوالې ټولنې له خوا له افغان ځواکونو سره مرستې ادامه لري.
د بن په کنفرانس کې د پاکستان هېواد د نه ګډون په اړه هغه وويل، چې دا د افغانستان په حکومت پورې اړه لري او افغان حکومت پاکستان ته بلنه ورکړې ده.
د هغه په وينا، ناټو هيله لري، چې پاکستان د افغانستان په اړه د بن په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په اړه د بن کنفرانس د راتلونکې ډيسمبر مياشتې په پنځمه نېټه په المان هېواد کې جوړ شي.